لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي ازغن تارلګولو سره به د ډېورنډ د پورې غاړې بريدونه کم شي


د افغانستان د نيوکو او اعتراض باوجود لګيا دی د ډېورنډ په ۲۵۰۰ کلوميټره اوږه پوله ازغن تار لګوي او پوستې جوړوي.
د افغانستان د نيوکو او اعتراض باوجود لګيا دی د ډېورنډ په ۲۵۰۰ کلوميټره اوږه پوله ازغن تار لګوي او پوستې جوړوي.

د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله د ډېورنډ په کرښه به د ازغن تار لګولو او پوستو جوړولو سره د وسله والو بريدونو مخنيوی وشي.

د قبايلي سیمې جنوبي وزيرستان دپاره د پوځ مشر مېجر جنرال نعمان ذکريا د چهارشنبې په ورځ د پولې د سفر په مهال خبریالانو ته ویلي په پوله د ازغن تار او د څارنې د الاتو لګولو سره به دواړو غاړو ته د بريدونو مخه ونيول شي.

پاکستان تېر د افغانستان سره په لانجمنه ډېورنډ کرښه د ازغن تار په لګولو کار پېل کړی ؤ، او ويل کيږي د کال ۲۰۱۸م د اخرې پورې به دغه کار سرته ورسول شي.

جنرال ذکريا خبريالانو ته ويلي پاکستان د خپلې لویديځې پولې دپاره خپله تګلاره په بشپړ ډول بدله کړې ده او دغه پوله چې هر وخت به په روايتي توګه خلاصه پرته وه پاکستان هروخت بندول غوښته او اوس وخت راغلی دی چې وتړي يې.

هغه ویلي، "د کال ۲۰۱۸م پورې به هغه علاقې چې زمونږ او زمونږ د افغان وروڼو په نظر کې حساسې دي تګ راتګ پرې کيږي او انتظام يې ګران دی ازغن تار به پرې ولګول شي پوستې به جوړې کړی شي او د دې نړيوالې پولې يوه انچه به د دوې د څار نه بهر نه وي".

د افغانستان د نيوکو او اعتراض باوجود لګيا دی د ډېورنډ په ۲۵۰۰ کلوميټره اوږه پوله ازغن تار لګوي او پوستې جوړوي.

د پولې دواړو غاړو ته پراته پښتانه وايي په کال ۱۸۹۳م کې انګرېز سامراج د راښکلې ډېورنډ کرښې بندولو سره به د پښتنو کورنۍ د يو بل نه جدا شي.

افغانستان په رسميت دغه پوله نه مني او افغان مشران ټينګار کوي چې د دغه پولې پرېکړه به د پولې دواړو غاړو ته پراته قامونه کوي.

افغانستان او امريکا ادعا کوي چې پاکستان کې پټ ترهګر او په ځانګړي ډول حقاني شبکه په افغانستان کې بهرني او ځايي ځواکونه او عام خلک په هدف کوي.

د اګست په میاشت کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او ويلي یې د پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو به امريکا نوره غلې پاتې نشي.

پاکستان کې په پوځي عملياتو هم دا ټکونه کيږي چې په دې عملياتو کې د ښو او بدو وسله والو توپیر شوی او په ځانګړي ډول د حقاني شبکې په ضد ګام نه دی پورته کړی شوی.

خو پاکستان وايي د ټولو وسله والو ډلو په ضد یې يو شان بې طرفه عمليات کړي دي.

اسلام اباد کې د امنيتي څيړنيزې ادارې (سېنټرفار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز) څيړونکی امتياز ګل وايي د پاکستان لخوا د حقاني شبکې په ضد عمليات پېل کول به جنګ ته بلنه ورکول وي.

نوموړی وايي پاکستان ګڼي چې د حقاني شبکې په ضد عملياتو سره به د افغانستان جګړه خپل ملک ته راولي.

امريکايي پوځي چارواکو حقاني شبکې ته د پاکستان د استخباراتو ښی لاس ويلي دي.

او واشنګټن کې څيړونکی مائيکل کوګلمېن وايي، پاکستان حقاني شبکه او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د خپلو قامي ګټو او هلته د هند د مخ په زياتېدونکي اثر د مخنيوي دپاره کاروي.

د پاکستان پوځ وايي د ډېورنډ په پوله د ازغن تار په لګولو، پوستو جوړولو او څارنې دپاره الاتو لګولو به ۵۶ اربه روپۍ خرڅ راځي.

په عېن حال کې چې په پوله ازغن تار لګول کيږي په دواړو هېوادونو کې ترهګربريدونه دوام لري.

افغانستان او پاکستان وخت په وخت په يو بل دغه تورونه لګولي چې خپله خاوره د بل په ضد کاروي خو دواړه دغه تورونه ردوي هم.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG