لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل:په جوماتونو ځانمرګي بریدونو کې60 نمونځ ګزار وژل شوي


کابل کې د شیعه مسلمانانو اؤ غور کې دسنیانو په جومات ځانمرګي بریدونه شوي دي

افغانستان کې په دوؤ بیلابیلو جوماتونو ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې خواوشا ۶۰ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل دي.

دغه ځانمرګي بریدونه چې کابل کې د شیعه مسلمانانو په جومات اؤ غور کې دسنیانو په جومات شوي دافغانستان اولسمشر اشرف غني وايي چې دجګړې په میدان کې له ماتې خوړلو وروسته اوس ترهګر غواړي چې دافغانانو مینځ کې مسلکي اختلافات راپورته کړي خو افغان ځواکونه به یې ډیر زر نابود کړي.

چارواکي وایي دجمعې په ماښام دپلازمینې کابل دپل خشک په سیمه کې دشیعه مسلمانانوپه امام زمان نومې یو جومات کې دننه هاغه مهال یو ځانمرګي تن برید وکړو چې په دغه جومات کې خلک دماښام نمونځ ته راټول شوي وؤ.

دافغانستان دکورنیو چارو دوزارت ویاند نجیب الله دانش په دغه پیښه کې د۳۹ کسانو د وژنې او د ۴۵ د ژوبل کیدو پخلی کړی کړی دی.

هغه خبریالانو ته ویلي چې په په وژل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې دغه برید دومره زوردار ؤ چې خواوشا ټولې ودانۍ یې لړزولي اؤ زیانمنې کړي دي.

ترهګرې ډلې داعش دشیعه مسلمانانو په دغه جومات د برید پړه په غاړه اخستې ده

په عین حال کې دافغانستان په غور ولایت کې هم په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پيښه هم دجمعې په ماذیګر دغور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دولینې ولسوال احمد حسین دانشیار خبریالانو ته ویلي چې برید کوونکي د مادیګر دنمونځ مهال د ولسوال د خواجه ګان په جومات کې دنمونځ کوونکو په مینځ کې ځان الوځولی دی.

ولسوال ویلي په دغه ځانمرګي برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش په دغه برید کې د وژل شوؤ شمیره ۲۰ ښودلې ده اؤ وایي د لسو نه زیات نمونځ کوونکي پکې ژوبل شوي هم دي.

تردې مهاله د سنیانو په دغه جومات دشوي ځانمرګي برید پړه کومې تندره ډلې پغاړه نه ده اخستې .

نن ماښام دکابل په یوه جومات کې هم دځآنمرګي بریدله امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې په نزدې ورځو کې په امنیتي ځواکونو ترڅنګ جوماتونو کې دځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ په زیاتره بریدونه د شیعه مسلمانانو په جوماتونو کیږي.

عموماً دشیعه مسلمانانو په جوماتونو دبریدونو پړه ترهګره ډله داعش پغاړه اخلي.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني په کابل اؤ غور کې په شوؤ دغو ځانمرګي بریدونو خفګان ښکاره کړی اؤ دا یې دافغانانو مینځ کې دمسلکي اختلافونو راپورته کولو یو سازش ګرځولی دی.

دخپلې خواخوږۍ یو بیان کې ښاغلي اشرف غني ویلي چې دښمن د جګړې اؤ سیاست په میدان کې ماتې خوړلې اؤ اوس غواړي چې دمسلکي اختلافاتو دلارې دافغانانو یووالي ته زیان ورسوي.

اولسمشر غني ډاډ څرګند کړی چې افغان ځواکونه به ډیر زر دغه ترهګر نابود اؤ له مینځه یوسي

XS
SM
MD
LG