لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د5G انټرنیټي خدمات پیل کیږي


5G
5G

په پاکستان کې د ۳جي اؤ ۴جي انټرنیټي خدماتو نه وروسته اوس د ۵جي دخدماتو ورکولو دپاره تیارۍ پیل شوي دي.

ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې به ددغه هیواد خلک د تیز سپیډ انټرنیت ۵جي کارولی شي.

د خالي په ورځ سرچینو ویلي دي چې دپاکستان مرکزي حکومت هیواد کې د۵جي انټرنیټ دخدماتو دپیل منظوري ورکړې چې له هغې وروسته د اطلاعاتو اؤ ټیکنالوجۍ وزارت دپي ټي ای چارواکو ته د ۵جي دخدماتو شورو کولو دپاره د ځاندرې تیارولو وینا کړې ده.

سرچینې وایي په لمړي سر کې به پاکستان کې د ۵جي خدمات په محدوده پیمانه په ازمیښتي بنیادونو ورکول کیږي اؤ ددې دپاره به پاکستان کې موجودو ټولو اړونده اړخونو سره مشورې کولی شي.

په کال ۲۰۱۸م کې به پاکستان د ۵جي انټرنیټي خدمات ورکوونکي په توکه دنړۍ د څو هیوادونو په نوملړ کې شامل کړل شي

دا مهال په پاکستان کې د تهري جي اؤ فورجي کارونکو خلکو شمیره خواو شا څلور کروړه اؤ ۴۰لکو ته رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG