لاس رسیدونکی لینک

 
کراچۍ: د القاعده سره اړونده انصارالشريعه اته ترهګر وژل شوي
تازه خبر

کراچۍ: د القاعده سره اړونده انصارالشريعه اته ترهګر وژل شوي


ارواکو ويلي دغه عمليات تېره شپه د کراچۍ بلديه ټاؤن په ريس ګوټ کې ترسره شوي دي.
ارواکو ويلي دغه عمليات تېره شپه د کراچۍ بلديه ټاؤن په ريس ګوټ کې ترسره شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د رېنجرز او سی ټي ډي پوليس چارواکو ويلي د القاعده سره اړونده د انصارالشريعه ډلې اته ترهګر يې د مشر سره په يوه مقابله کې وژلي دي، چارواکو ويلي دغه عمليات تېره شپه د کراچۍ بلديه ټاؤن په ريس ګوټ کې ترسره شوي دي.

د رېنجرز ځواک کرنل فېصل د سي ټي ډي پوليس د چارواکو سره ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې د اته ؤ وژل شوؤ ترهګرو په اړه مالومات وړاندې کړل او وې ويل.

"د انصار الشريعه د دې ډلې مشر ډاکټرعبدالله هاشمي چې اصل نوم يې شهريارالدين دی دا د انصارالشريعه امیر او د ټولو ترهګرو بريدونو مرکزي کردار دی، او ده په افغانستان کې تربيت ترلاسه کړی ؤ".

هغه وويل "د نورو وژل شوؤ ترهګرو نومونه ارسلان بېګ، منهارالحق، سعدجمال، حسام هارون، کامران رياض، ابوبکر او طلحه انصاري دي، او د دې ډلې يو مهم غړی حسام بن نظير په دوېم ستمبر وژل شوی ؤ".

نوموړي زياته کړه د اته ؤ وژل شوؤ ترهګرو نه علاوه د دې ډلې څلور نور غړي تښتېدلي دي.

هغه وويل انصارالشريعه ډله د لوې اختر په ورځ د اېم کيواېم په خواجه اظهارالحسن د وژونکي بريد وروستو مالومه شوې وه.

کرنل فېصل وايي، " دې ډلې ټولو ترهګرو په نظرياتي توګه د القاعده سره تړاؤ درلود اوپه افغانستان کې يې تربيت ترلاسه کړی ؤ".

د پوليس او رېنجرو چارواکو په دې ډله کې ټول د ۱۲ نه تر ۱۳ پولې اعلي تعليم يافته کسان شامل وو چې زياتره يې ووژل شو او اوس د دوي توان نه دی پاتې چې نوره ترهګري وکړی شي.

هغو زياته کړه د يادې ډلې د څلورو تښتېدلو ترهګرو په ضد عمليات دوام لري او ډېر زر به هغوي هم ونيول شي.

چارواکو وويل انصارالشريعه ډلې په کراچۍ کې د روان کال فرورۍ د میاشتې نه عمليات پېل کړي او زياتره يې پوليس په هدف کړي دي.

په خبري غونډه کې چارواکو مطبوعاتو ته تېره شپه د وژل شوؤ ترهګرو نه ترلاسه شوې وسلې او نور مواد ښکاره کړه او زياته يې کړه دوي تېره شپه هم د ترهګرۍ پلان جوړولو.

کرنل فېصل وويل د انصارالشريعه ډلې د غړو دکومې تعليمي ادارې يا چارواکي سره تړاؤ نشته او نه د دوي کورنۍ د دوي په عملياتو خبروې.

ياده دې وي په په کراچۍ کې د انصارالشريعه ډلې مالومېدو او ترهګرو د وژل کېدو نه وړاندې وخت په وخت چارواکو د داعش، القاعده، طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره اړونده کسانو د نيولو ادعاوې کړي خو چارواکي دا خبره ردوي چې داعش ډله دلته په منظم ډول شتون لري.

د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په مياشت کې د سي ټي ډي پوليس چارواکو ويلي ؤ په کراچۍ کې د ښځو يو منظم نېټ ورک شتون لري کوم چې په ښځو کې د تُندروه ډلې داعش ويډيو فلمونه او لټېريچرې خپروي ، د ترهګرو ودونه کوي خېرات، زکات او چندې ورله جمع کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG