لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټېلرسن سفر به په پاکستان فشار زيات کړي؟


د رېکس ټېلرسن د خواجه اصف سره په واشنګټن کې ليدنه.
د رېکس ټېلرسن د خواجه اصف سره په واشنګټن کې ليدنه.

د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان د ترهګرو د ساتلو د سختو نيوکو وروستو د امريکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د اسلام اباد سفر کوي.

رېکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ د افغانستان ناڅاپي سفر کړی صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو مشرانو سره ليدلي دي.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه رېکس ټېلرسن افغان مشرانو سره په ناسته کې ويلي امريکا ژمن ده چې د خپلې نوې تګلارې عملي کولو دپاره د پوره قوت نه کار واخلي او د پاکستان نه غوښتنه يې تکرار کړې ده.

ټېلرسن ویلي د پاکستان سره اړيکې به يې د پاکستان د چلند په شرط وي، او دغه اهداف به هلته او پاکستان کې د سولې او ثبات موقع برابروي.

امریکا د پاکستان نه څه غواړي

د ارګ ترمخه ټېلرنس ويلي، "امريکا د ټولو شريکو او په ځانګړي ډول د افغانستان د ګاونډيانو نه غواړي چې د امريکا د نوې پاليسۍ عملي کولو په لړ کې عملي ګامونه پورته کړي".

نوموړي افغان مشرانو سره د ليدنې وروستو د باګرام په هوايي ډګر خبريالانوسره په خبرو کې د پاکستان په اړه وويل، د پاکستان نه يې ښکاره غوښتي دي چې په خپله خاروه د ترهګرو ملاتړ پرېږدي، او په خپله خاوره د ترهګرو ډلو په فعاليتونو سترګې پټې نه کړي.

په پاکستان به د امريکا اوسنی فشار څه اثر ولري

د دفاعي چارو کار پوه لفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود وايي، " د رېکس ټېلرسن د سفر نه به په پاکستان نور فشار سېوا شي.

ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل " تر څو چې د امریکا د پاکستان نه غوښتنې منل شوي نه وي دا فشار به دوام لري، دې فشار ته به د وخت سره کتل وي چې ايا پاکستان د امريکا غوښتنې ترڅومره حده پورې مني".

نوموړي وايي د پاکستان هم دا خيال دی چې هند د افغانستان خاوره کاروي او د هغې نه پاکستان ته ډېر مشکلات دي،

" نو پاکستان له به دا کول چې حقاني نېټ او طالبانو شورا د پاکستان خاوره ونه کاروي خو دغه شان به هند د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد نه کاروي".

څيړونکی رحیم الله يوسفزی وايي د لوړ پوړي امريکايي چارواکي د راتګ مقصد په پاکستان فشار سېوا کول دي خو نوموړي وايي دغه فشار د وړاندې نه دی او ويل کيږي چې په وروستيو کې د کېنېډايي امريکايي ښځې او خاوند ترلاسه کول هم د امریکايي دباؤ اثر ؤ.

نوموړی وايي په دې خت کې به " پاکستان يوه نيمه خبره ومني خو ډېرې به ونه مني، پاکستان به مکمل خپله تګلاره نه بدلوي ځکه چې پاکستان امريکايي تورونه په ښکاره رد کړي دي".

د طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرې

رېکس ټېلرسن افغانستان کې دا هم ويلي چې دوي ګوري پاکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو دپاره څه کوي.

ښاغلی يوسفزی وايي هلې ځلې روانې دي خو ښکاري چې د پاکستان اثر په طالبانو کم شوی دی،

د هغه په خيال " پاکستان هڅه کوي چې طالبان د افغانستان حکومت سره خبرو ته کښېنوي خوطالبانو ورته لا ځواب نه دی ويلي او په طالبانو اوس د پاکستان اثر هم کم ښکاري ځکه چې د طالبان ډېر مشران چې مخکې په پاکستان کې وو هغه د دلته نه تلي دي".

ډرون بريدونه سېوا کېدل

د امريکا د افغانستان دپاره د نوې پاليسۍ اعلانولو وروستو د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو سيمو کې د ډرون بريدونو کې سېوا والی هم راغلی دی او د طالبانو دحقاني شبکې وسله وال پکې وژل شوي دي. د ځينې راپورونو ترمخه څه بريدونه د پاکستان په خاوره شوي خو پاکستاني پوځ ويلي بريدونه د افغانستان په خاوره ترسره شوي او وسله والو ته يې غټ زيان اړولی دی.

د ډاکټر شکيل په اړوند د څيړونکو نظر

څيړونکي وايي د ډاکټر شکيل افريدي په اړوند د امريکايي تګلارې اندازه به د رېکس ټېلرسن د پاکستاني چارواکو سره د ليدني وروستو کيږي چې ايا په دغه اړوند څه خبرې کيږي.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبرايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

په افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي آئي ای) مرسته کړې وه، خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نه دی بندي.

په امريکا کې د افريدي د پاکستان د قېد نه خلاصولو لپاره کار کونکي يو تنظيم روان کال د فرورۍ په مياشت کې ويلي ؤ د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر افريدي د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره پټې خبرې روانې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG