لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سینیټ دامریکې دغوښتنو اؤ شرطونو تفصیل غوښتی


دامریکې لخوا چې پاکستان ته کوم شرطونه ایښودل شوي په هغې پارلیمان اؤ سینیټ په تیاره کې ساتل شوی.
دامریکې لخوا چې پاکستان ته کوم شرطونه ایښودل شوي په هغې پارلیمان اؤ سینیټ په تیاره کې ساتل شوی.

اسلام اباد ته دامریکې دبهرنیو چارو دوزیر سفر که هرڅو دپاکستان حکومت ترڅه حده ښه پرمختګ ګڼي خو دپاکستان دسینیټ چئیرمین ښاغلی رضا رباني حکومت څخه غوښتي چې پارلیمان دې د امریکې دغوښتنو نه خبر کړي.

دسینیټ چئیرمین وایي دامریکې لخوا چې پاکستان ته کوم شرطونه ایښودل شوي په هغې پارلیمان اؤ سینیټ په تیاره کې ساتل شوی.

دامریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن تیره ورځ دپاکستان لنډ سفرکې ددغه هیواد چارواکو سره لیدنه کړې وه اؤ له هغوئ یې غوښتي وؤ چې پخپله خاوره باید د ترهګرو پټې ځالې له مینځه یوسي.

په دغه لیدنه کې رېکس ټېلرسن ویلي وؤ چې په افغانستان کې امن او ثبات، جنوبي ایشیا کې داعش ته ماتی ورکول او په پاکستان کې د ترهګر ډلو خاتمه د امریکا او هم د پاکستان په ګټه دي.

خو دپاکستان د سینیټ چئیرمین ښاغلی رضا رباني د ښاغلي ریکس ټیلرسن په څرګندونو خوشحاله نه دی اؤ وایي هغه چې پاکستان ته له راتلو وړاندې کابل کې په کوم انداز اؤ‌ لهجه خبرې کړي دي هغه دقبلؤلو نه دي.

د سینیټ مشر دهیواد دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سینیټ ته راغوښتی اؤ ویلي یې دي چې کابل کې ټیلرسن کوم بیان ورکړی هغه پارلیمان ته په یو شان هم قبول نه دی.

هغه دسینیټ دغونډې په موقع ویلي چې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر باید دپاکستان دپارلیمان قرداردادونه اؤ وړاندیزونه ولولي اؤ ځان خبر کړي چې دامریکایي غوښتنو په هکله دپاکستان دپارلیمان غبرګون څه دی؟

خو دپاکستان دخارجه چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف بیا ویلي چې دامریکې اؤ پاکستان په اړیکو کې کومه بې باوري پیدا شوې هغه شپه په شپه نه شي ختمیدلی.

دخواجه اصف په وینا “ددواړو هیوادونو په اړیکو یخه واوره وریدلې وه اؤ‌دغه واوره چې اوس ویلي کیږي نو وخت به اخلي”

یوې غیرملکي نشریاتي ادارې سره خبرو کې خواجه اصف ویلي دریکس ټیلرسن لخوا پاکستان ته هیڅ ګواښونه نه دي شوي اؤ مونږ ډیرې خبرې د سولې په ژبه فیصله کړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر زیاتوي دامریکې دخواهشاتو پوره کولو دپاره به پاکستان پخپلو ګټو هیڅ سودابازي ونکړي .

خو ددې سره سم ښاغلي خواجه اصف داهم ویلي چې پاکستان دامریکې مرورتیا پسراخستل نه غواړي.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي ریکس ټیلرسن پاکستان ته له راتلو وړاندې په کابل کې هم داخبره په ډاګه کړې وه چې دپاکستان په خاوره دترهګرو ډلو فعالیتونه روان دي اؤ امریکا ددې خاتمه غواړي اؤ په اسلام اباد کې یې هم پاکستاني چارواکو ته دغه خبره مخ په مخ کړې ده.

امریکه اؤ نړیواله ټولنه پاکستان څخه غوښتنې لري چې دخپلې خاورې نه دترهګرو ډلو ځالې ختمې کړي خو پاکستان پخپله خاوره د ترهګرو ډلو د ځالو موجودیت نه انکار کوي.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال د اګست میاشت کې دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان اؤ‌سویلي ایشیاء دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

صدر ټرمپ ویلي وؤ پاکستان امریکانه په اربونو ډالر اخلي خو ساتلي یې بیا هغه ترهګر دي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده اؤ‌ نور به هغه دپاکستان په دې عمل غلی نه پاتې کیږي.

د صدر ټرمپ ددغو څرګندونو نه راپدیخوا دپاکستان اؤ امریکا اړیکې دتاؤ تریخوالي ښکار دي اؤ څیړونکي وایي چې په پاکستان فشارونه سیوا شوي چې دخپلې خاورې نه باید دترهګرو خوندي ځالې ختمې کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG