لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندز او غزني کې ۲۱ پولیس، ۱۲ طالبان وژل شوي


افغانستان کې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو په پوليس او امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي
افغانستان کې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو په پوليس او امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي

د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې نن د یکشنبې یا اتوار په ورځ د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ۱۳ پولیس وژل شویدي.

چارواکي وايي، په درنو وسلو سمبال ترهګرو د کندز ولایت په خان اباد وسلوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې باندې سهار وختي مهال برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۳ تنه پولیس ووژل شول.

په سیمه کې د پولیسو قومندان، حیات الله امیري امریکا غږ ته د قربانیانو د شمېرې د تایید ترڅنګ وویل چې د برید پرمهال په پوسته کې ۱۴ پولیس وو چې یواځې یو تن یې په تېښته بریالی شویدی.

دی زیاتوي، طالبانو د پولیسو وسلې، مهمات او زرې موټرې له ځانه سره وړي دي.

طالبانو د پېښې پړه په غاړه اخیستې او د ۱۷ پولیسو د وژل کېدو دعوا کوي.

د یکشنبې د ورځې دغه برید یواځې یوه ورځ وروسته د غزني ولایت له هغه برید څخه شوی چې په کې نهه پولیس وژل شوي وو.

په روانه اکټوبر میاشت کې د ترهګرو لخوا په افغانستان کې د حکومتي امنیتي ځواکونو پرضد ګڼ بریدونه ترسره شوي چې پکې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو خونړی برید د اکټوبر په ۱۷ نېټه په پکتیا ولایت کې شوی وه چې په کې د پولیسو د قومندان په ګډون شاخوا ۶۰ پولیس وژل شوي وه.

تر هغې یوه ورځ وروسته بیا په جنوبي ولایت کې کندهار کې د ملي اردو په یوه مرکز برید وشو او ۴۳ سرتیري په کې ووژل شول.

د اکټوبر په شلمه نېټه بیا په دوو جوماتونو باندې ځان وژونکو ترهګرو برید وکړ چې په کې لږ تر لږه ۷۲ لمونځ کونکي ووژل شول.

په کابل کې د شعیه ګانو په جومات ددغه ترسره شوي برید پړه داعش په غاړه اخیستې وه.

د اکټوبر په ۲۱ نېټه طالبانو په کابل کې د پوځي اکاډیمۍ مخې ته د یوه موټر بم چاودنه وکړه چې په کې ۱۵ کسان ووژل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG