لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او هند ترمينځ تجارت پاکستاني سوداګر فکرمند کړي


افغانستان په وروستيو کې د هند سره د ايران د سمندري اډې چابهار د لارې سوداګري پېل کړې ده.
افغانستان په وروستيو کې د هند سره د ايران د سمندري اډې چابهار د لارې سوداګري پېل کړې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د سوداګرۍ کمي او د بيا د هند سره د افغانستان سوداګرۍ د پاکستان سوداګر اندېښمن کړي دي.

افغانستان په وروستيو کې د هند سره د ايران د سمندري اډې چابهار د لارې سوداګري پېل کړې ده.

د پاکستان سوداګر وايي که دغه لړۍ دوام لري نو دوي به د افغانستان سوداګريزو منډيانو کې د خپلو ګټو څخه په بشپړ ډول محرومه شي.

هند د ايران د لارې په رسمي ډول د افغانستان سره سوداګري پېل کړې ده، او د هند نه د غنمو ډک يو سمندري جهاز دغه اډې ته رسېدلی او اوس به د افغانستان ټرکونه دا غنم خپل هېواد ته وړي.

د هند خارجه وزېرې سشماسوراج د سمندري جهاز چابهار ته رسېدل د افغانستان او هند تر مېنځه تجارتي اړېکو ته د ودې ورکوولو په لورې وړومبې ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ اړيکې تاوژنې دي او د هغې اغېزې په سوداګرۍ هم شوي دي او دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډې اتحاديې مشر او پاکستانی سوداګر تاجر زبېر موتې والا وايي که د هند او افغانستان سوداګري وده مومي نو هاغه وخت لرې نه دی چې د افغانستان په سوداګريزو منډيانو کې به د پاکستان ځای ورک شي او پاکستان ته به دغه ځای بيرته جوړول ګران وي.

هند ـ افغانستان او ايران تېر کال د چابهار په سمندري اډه صلاح شوي وو چې دا به د منځنۍ اسيا سره د تجارت دپاره کاروي. او دوېم هدف يې د افغان سوداګرو ته د هند منډيانو ته رسايي وه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د اتحادیې يو بل غړی او پاکستانی سوداګر داروخان وايي، د چابهار د لارې د هند او افغانستان ترمېنځ سوداګري د پاکستان دپاره زيانمه نه ده، هغه وايي هند کله هم د افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای نشي نيولی.

خو دارو خان دا مني چې د پاکستان او افغانستان سوداګريزې اړیکې ورځ تر بله لاپسې خرابيږی او دوي د دغسې کېدو مسوليت د دواړو هېوادونو په حکومتونو وراچوي.

د پاکستان او افغانستان تر مېنځ تجارتي حجم کې تر ۵۰ فيصده کموت راغلی دی او دغه سوداګري د د دوه اعشاريه دوه اربو ډالرو نه يو نيم اربه ډالره ته راټيټه شوې ده.

پاکستان خپله خاوره د افغانستان دپاره د هند سره سوداګرۍ کولو ته نه پرېږدي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان صدر اشرف غني حکم کړی چې د پاکستان د سامانونو ډک ټرکونه به خپل هېواد ته ننوتو ته نه پرېږدي، او څو پورې چې پاکستان افغانستان ته د سوداګرۍ دپاره ځمکنۍ لاره نه وي ورکړی چې هند سره پرې سوداګري وکړي، افغانستان به د پاکستان او چين ترمېنځ د اقتصادي پروژې برخه نه جوړیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG