لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مارشل لاء اوازې ولې دي


احسن اقبال په خپلو خبرو کې دا هم ليکلي چې په تېر وخت کې ټولو سياسي ګوندونو او حکومتونو غلطۍ کړي دي.
احسن اقبال په خپلو خبرو کې دا هم ليکلي چې په تېر وخت کې ټولو سياسي ګوندونو او حکومتونو غلطۍ کړي دي.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي، ځينې "پټ لاسونه" جمهوري نظام د مينځه لرې کول غواړي.

نوموړي د پټو لاسونو وضاحت نه دی نه دی کړی خو نوموړي د پاکستان په تېر وخت کې د پوځي او جمهوري حکومتونو د وختونو يادونې کړي دي.

څيړونکي وايي احسن اقبال چې دا وخت په کومه زمه واره چوکۍ ناست دی بايد هغه په خپله دا ځواب ورکړي او پټ لاسونه ښکاره کړي چې څه روان دی.

څيړونکی مظهرعباس وايي، "داسې ښکاري چې د هغه اشاره اسټبلشمنټ (پوځ) پله وي ځکه په ملک کې خو د نورو پټو لاسونو خبرې نه کيږي خو د وزيرداخله په حېث چې د حکومت مهمه چوکۍ ده هغه له په دغه رنګ بيان کې احتیاط کول پکار دي ځکه چې د دې نتيجې خطرناکې کېدی شي".

احسن اقبال په فېس بک باندې د پاکستان د ۵۰ م د لسیزې نه تر روانې لسيزې پورې حساب ښودلی دی. هغه ليکلي،

د ۱۹۵۰م لسيزه جمهوريت

۱۹۶۰م لسيزه مارشل لاء

۱۹۷۰ م لسيزه جمهوريت

۱۹۸۰م لسيزه مارشل لاء

۱۹۹۰م لسيزه جمهوريت

۲۰۰۰م لسیزه مارشل لاء

۲۰۱۰م لسيزه جمهوريت

۲۰۲۰ لسيزه؟؟؟

د احسن اقبال په حساب چې په ملک کې د جمهوريت او مارشل لاء يا پوځي حکومتونو کوم دورونه تېر شوي راتلونکې کې به څه کيږي هغه دې ته سواليه نخښه پرېښودې ده.

مظهرعباس وايي، که يو وزیر دغه ډول خبره کوي نو ظاهره ده دا تاثر به راولاړيږي چې د پوځ او سياسي حکومت اړيکې سمې نه دي د دې نه علاوه بل څه کېدی شي.

خو نوموړی وایي،" د حکومت پټو لاسونو پله اشاره کول يا ويل، دا په خپله د حکومت خپله کمزوري په ګوته کول دي که هر حکومت وي، او هغه په خپله وايي چې په ضد يې سازش شوی يا جمهوريت په ضد سازش کيږي نو اول سوال به دا راپورته کيږي چې حکومت يا کمزوری دی يا حکومت د ويرې سره مخ دی".

نوموړی وايي داسې خبري او حالات جوړېدل ملک سياسي بې ثباتۍ پله بيايي کوم چې د ملک دپاره ښه نه دی.

احسن اقبال په خپلو خبرو کې دا هم ليکلي چې په تېر وخت کې ټولو سياسي ګوندونو او حکومتونو غلطۍ کړي دي.

دکورنو چارو دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د تېرې يوې مودې نه د پاکستان په مطبوعاتو وخت په وخت په ملک کې د ۲۰۱۸م نه وروستو د درېو کالو دپاره د عبوري يا موقتي حکومت جوړېدو خبرې کيږي.

دغه ډول د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن لخوا دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې مخکنی وزيراعظم نوازشريف يې سترې محکمې د پاناما قضیه کې نااهله کړی او نوازشريف او ګوند يې په دې خبره شور کوي چې هغه ولې ويستل شوی دی.

په عېن حال کې د مسلم ليګ ن د مشر نوازشريف سره ليدنې له وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او نور وزيران لندن ته تلي دي.

شاهدخاقان عباسي لندن ته په رسېدو رسنيو سره خبرو کې ويلي ؤ په ملک کې د سياسي حکومت او پوځ ترمنځ کوم اختلافات نشته او نه هغه څه مالومات لري چې عبوري يا موقتي حکومت جوړيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG