لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې درې ځانمرګي له بریدونو وړاندې نیول شوي


ننګرهار کې نیول شوي ځان وژونکي خبریالانو ته ښودل کیږي
ننګرهار کې نیول شوي ځان وژونکي خبریالانو ته ښودل کیږي

د ننګرهار په ولایت کې هغه درې ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي چې د چارواکو په خبره د موټر بم په وسیله یې غوښتل د ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې ځانونو او موټر بم ته چاودنه ورکړي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل او نورو چارواکو د ملي امنیت په اداره کې دغه درې واړه بریدګر او له چاودېدونکو توکو ډک موټر رسینو ته وښودل او ویې ویل" بریدګرو غوښتل چې د ښار په یوه ګڼه ګوڼه ځای کې ځانونو ته چاودنې ورکړي خو د ملي امنیت بیدارو او زړورو منصبینو دغه کسان تعقیب کړل او د تېرې جمعې په ورځ یې د درېیمې ناحیې په یو پارکننګ کې ونیول".

د ننګرهار والي وویل چې په بریدګرو کې یو یې د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې "کوېټې" دی، دویم یې د کندهار او درېیم هغه یې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی او په پاکستان کې د سجاد په نوم یو کس دوی ته رهنمايي کړې او افغانستان ته یې د برید لپاره رالېږلي دي.

ښاغلي منګل وویل:" یونیم سل کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په دغه موټر کې ځای پر ځای شوي دي چې یوازې سل کیلوګرامه یې د موټر " ډیګۍ"کې د موټر د ګازو په لویه ډبه کې ځای پر ځای شوي وو او نور یې د موټر په سیټونو او دروازو کې".

د ننګرهار والي وویل زیاته کړه چې لومړي بریدګر غوښتل د چاودېدونکو توکو واسکټ وچوي، وروسته چې خلک راټول شي نو دوه نور بریدګر به موټر ته چاودنه ورکړي او یوه لویه عام وژنه به رامنځ ته کړي، خو خوشبخاته مخه یې ونیول شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG