لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان ترې دترهګرو ختمولو بل چانس غوښتی


څیړونکي وایي امریکا به دپاکستان نه لمړي فرصت کې دحقاني نیټ ورک مشر غواړي
څیړونکي وایي امریکا به دپاکستان نه لمړي فرصت کې دحقاني نیټ ورک مشر غواړي

دامریکې دبهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي پاکستان غواړي چې دامریکا له لوري د ورکړل کیدونکو معلوماتو په اساس خپله خاوره کې د ترهګرو دځالو په ضد ګامونه واخلي.

خو څیړونکي وایي چې امریکا به دپاکستان نه په لمړي سر کې دحقاني نیټ ورک مشر اؤ ددغه تنظیم نور جنګیالي غواړي اؤ پاکستان به دامریکې دغه غوښتنه پوره نکړل شي.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي ریکس ټیلرسن دامریکایي سنیټ د بهرنو اړیکو کمیټې ته د احوال تیرولو په وخت ویلي پاکستاني مشرانو ورسره لیدنه کې اشاره ورکړې چې که امریکا د ترهګرو په هکله معلومات ورکړي نو پاکستان تیار دی چې په ضد یې ګامونه پورته کړي

هغه وایي امریکا هم پلان جوړوي چې پاکستان ته یوه موقعه بله ورکړي ترڅو هغوئ پخپله خاوره موجود ترهګر له مینځه یوسي.

ریکس ټیلرسن وویل پاکستاني مشرانو ته یې په ډاګه کړې ده چې افغانستان کې دامن دټینګښت تر ټولو زیاته ګټه پخپله پاکستان ته رسیږي ځکه نو پاکستان دې دغه لړ کې کوټلی کردار ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې “دپاکستان خپلو دوؤ ګاونډي هیوادونو افغانستان اؤ هند سره سرحدونو بې ثباته دي ځکه نو امریکې پاکستان ته واضحه پیغام ورکړی چې تاسو ته به دخپلې خاورې نه دهاغو ترهګرو ځالې ختمول وي چې ستاسو دخاورې نه د ترهګرۍ فعالیتونه کوي اؤ دخپلو پولو باثباته کولو دپاره به درته کار کول وي”

واشنګټن کابل اؤ نوی ډیلی په پاکستان تورونه لګوي چې دخاورې نه یې ترهګر نورو هیوادونو ته ور اوړي اؤ هلته ترهګریز بریدونه کوي خوپاکستان دغه تورونه په سختۍ سره ردوي.

دپاکستان دپوځ یو پخوانی لوړپوړی چارواکی اؤ ددفاعي چارو څیړونکي بریګیډئر سیدنظیرمهمند وایي اوس دامریکا اؤ پاکستان اړیکې تر اخري حده خرابې شوي دي اؤ هغه فکر نه کوي چې پاکستان به دامریکې غوښتنو منلو ته غاړه کښیږدي.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي سیدنظیر مهمند وویل امریکه که پاکستان ته دمطلوبو کسانو فهرست ورکوي نو دهغې پسر کې به دحقاني نیټ ورک د مشر اؤ دهغه دنوروو مهمو کمانډرانو نومونه وي ایا پاکستان به دغه کسان امریکې ته وسپاري یا به یې په ضد ګامونه واخلي؟

د هغه په وینا” په طالبانو هم اوس دپاکستان قدرت کمزوری شوی دی نو څنګه به پاکستان وکړل شي چې طالبان دامریکې په غوښتنه دامن لوري ته راولي؟”

هغه وویل پاکستان که د امریکا دپاره هر څومره ګامونه واخلي خو امریکا به ترې د لا نورو ګامونو هیله کوي اؤ دغسې نه شي کیدی چې ګنې پاکستان به دامریکې هره غوښتنه پځایې کوي.

باید وویل شي تیره اوونۍ پاکستان ته دامریکا دخارجه وزیر دسفر نه وروستو میډیا دپاکستان دخارجه وزیر خواجه اصف له خولې ویلي وؤ چې په دغه سفر کې ورته ریکس ټیلرسن د ۷۵ ترهګرو لسټ سپارلی دی.

خو وروستو بیا دپاکستان وزیراعظم شاهد حاقان عباسي وویل چې امریکې پاکستان ته هیڅ فهرست نه دی سپارلی.

امریکا دپاکستان څخه پرله پسې غوښتنې کوي چې پخپله خاوره کې دترهګرو موجودې ځالې له مینځه یوسي خو پاکستان دعوه کوي چې دهغوئ په خاوره کې دترهګرو ځالې نشته

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG