لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجرمونو نړیواله محکمه افغانستان کې دجنګي جنایتونو پلټنې غواړي


د افغانستان خلک له لسیزو راهیسې، جګړې او وسله‌والې نښتې تجربه کړي
د افغانستان خلک له لسیزو راهیسې، جګړې او وسله‌والې نښتې تجربه کړي

د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) یوې څارنوالې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره د دغې محکمې له قاضیانو څخه د اجازې غوښتنه کړې ده.

داسې طمعې لرل کیږي چې فاتو بین سودا به د ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له خوا د جنګي او انسانیت ضد جرمونو ددعوؤ په هکله پلټنې وکړي.

څارنوالې فاتو بنسودا په یو بیان کې ویلي، نوموړې به د هغو جنګي او بشریت ضد جنایتونو قضیو په اړه څیړنې وکړي، چې د ادعاو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال د مې له میاشتې راپه دېخوا ترسره شوې دي.

آغلې بنسودا وايي، له لومړنیو څیړنو وروسته داسې بریښي، چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له دننه کیدو وروسته، ښايي "په افغانستان کې جنګي او د بشریت ضد جرمونه" ترسره شوي وي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه څارنواله وايي "د افغانستان خلک له لسیزو راهیسې، جګړې او وسله‌والې نښتې تجربه کړي. د دغه وضعیت له لومړنيو دقیقو څیړنو وروسته زه دې نتیجې ته رسیدلې یم، چې د روم د تړون له مخې، چې [پر بنسټ یې دغه محکمه جوړه شوې ده] د یوې څیړنې ترسره کولو لپاره ټول د اړتیا وړ قانوني معیارونه شته دي".

وروسته له هغې، چې دغې څارنوالۍ د جرمونو نړیوالې محکمې ته د څیړنو د پیل وړاندیز کړی، اوس دغې محکمې پورې اړه لري، چې د دغه راز څیړنو د ترسره کولو اجازه ورکوي او که نه.

آغلې بنسودا تیر کال په یو رپوټ کې ویلي وو، امریکايي ځواکونو او د دغه هیواد د څارګرې ادارې مامورینو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ زندانیانو ته د شکنجې په ورکولو سره، ممکن جنګي جرمونه ترسره کړي وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې دغې څارنوالې ټینګار کړی، که وړاندیز یې ومنل شي نو خپلې څیړنې به د هغو ادعاو په اړه، چې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو د جنایتونو په تړاو شوې دي، په خپلواکه او بې‌پرې توګه ترسره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG