لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بهرني سفارت کار دې د افغانستان تاريخي حق ته درناوی وکړي، اتمر


حنيف اتمر په خپل بيان کې د کوم هېواد يا سفارتکار نوم نه دی اخستی خو ويلي د افغانستان تاريخي حق ته دې درناوی وشي.
حنيف اتمر په خپل بيان کې د کوم هېواد يا سفارتکار نوم نه دی اخستی خو ويلي د افغانستان تاريخي حق ته دې درناوی وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر په کابل کې د برتانیې د سفير د ډېورنډ کرښې په اړه بيان ورکولو وروستو ويلي د بهرنو سفارتکارو نه يې هيله ده چې د افغانستان تاريخي حق ته درناوی وکړي.

ښاغلي اتمر په يو بيان کې ویلي، په وروستيو کې په مطبوعاتو باندې د ځينې سفارتکارو د ډېورنډ د کرښ په اړه څرګندونې اورېدل کيږي.

"بهرني سفارتکار دې د ډېورنډ د کرښې په شمول د ملي او تاريخي او ارزښتونو په اړه د افغانستان د دولت او خلکو په حساسيت پوه شي، او د هغې مطابق دې خپل نظرونه او څرګندونې وړاندې کړي".

د ملي امنيت په بيان کې د کوم ځانګړي هېواد يا سفارتکار يادګېرنه نه ده شوې خو راپورونه وايي چې تېره اوونۍ په کابل کې د برتانيې سفير نيکلاسکي د برتانیې خبرې ادارې سره په مرکه کې ويلي ؤ، نړيواله ټولنه د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني.

هغه دا هم ويلي ؤ، د پولې خوندي ساتلو دپاره پاکستان حق لري چې د ډېورنډ په کرښه ازغن تار ولګوي.

د برتانیې سفير دا خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان لګيا دی د ډېورنډ په کرښه يې ازغن تار لګولو لاس پورې کړی او په ځينو ځایونو کې يې لګولی هم دی.

پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

پاکستان د تېر کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږدوالی لري ارغن تار لګول پېل کړي او ويل کيږي راتلونکو دوه کالو پورې به د۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني. خو افغانستان يې په رسميت نه مني، او د پولې دواړو غاړو ته پراته پښتانه وايي په کال ۱۸۹۳م کې انګرېز سامراج د راښکلې ډېورنډ کرښې بندولو سره به د پښتنو کورنۍ د يو بل نه جدا شي.

که څه هم د افغانستان حکومت په رسمي ډول د ډېورنډ په کرښه د پاکستان د ازغن تارلګولو په اړه غبرګون نه دی ورکړی خو د افغان صدر اشرف غني تېره میاشت ويلي ؤ ازغن يا د سيمو تارونه ولسونه نشي بيلولی.

ښاغلي غني ويلي ؤ،

" څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

بل لور ته د افغانستان د ننګرهار ولايتي شورا په ډېورنډ د پاکستان لخوا ازغن تار لګېدو ته سخت غبرګون ویلی او شورا د افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې د پاکستان د دغه کار مخه ونيسي.

د ډېورنډ سره جوخت د ننګرهار ولايتي شورا او خوست کې قامي مشرانو دړکه کړې که افغان حکومت په دغه اړوند کوم ګام نه اخلي دوي به د خپل سر په قيمت د ازغن تار لګولو مخنيوی وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG