د پاکستان پوځ په قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان کې يو ځل بيا د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي چې له امله يې خلکو د سيمې نه کډې کول پېل کړي دي.
د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ ظفرالاسلام خټک ويلي، د ګل يا دوشنبې د ورځې نه پوځي عمليات د جنوبي وزيرستان په شکتويي او بابړ علاقو کې پېل شوي دي.
هغه ويلي تراوسه پورې ۲۱۱ کورنۍ د سيمې نه کډوالې شوي او پوځ په اېف ار بنو کې د بکاخېلو کېمپ ته منتقل کړي دي.
پوليټيکل ايجنټ ويلي دا عمليات د راه نجات په نوم پوځي عملياتو دوېم پړاؤ دی او په دغو علاقو کې په کال ۲۰۰۹م کې پوځي عمليات نه ؤ شوي.
هغه وويل دغه عملیات په شمالي وزيرستان کې موجود ځواکونه ترسره کوي.
پوځ په رسمي ډول د دغو عملياتو پېل کولو په اړوند څه نه دي ويلي خو تېره شپه پوځ ويلي ؤ چې په جنوبي وزيرستان کې يې د وسله والو په ضد استخباراتي هدفي عمليات کړي او په غټه کچه وسله يې ترلاسه کړې ده.
د سيمې خلکو د پوځي عملیاتو په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې چې په سيمه کې د عملياتو نه وړاندې دې خلک خبر کړی شي چې په کومو علاقو کې عملیات کيږي، چې د هلته نه خلک خوندي سیمو ته لاړ شي.
د ډيوه خبريال عدنان بېټني په رپورټ کې نور تفصيل دلته واورئ