لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بربنډې ګرځول شوې شريفې کورنۍ انصاف غواړي


د شريفې مور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ویلي د پېښې مرکزي تورن کس تراوسه نه دی نيول شوی.
د شريفې مور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ویلي د پېښې مرکزي تورن کس تراوسه نه دی نيول شوی.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې د بربنډې ګرځول شوې۱۶ کلنې جينۍ کورنۍ غوښتنه کوي چې دويې ته دې انصاف ورکړی شي.

د اکتوبر په ۲۷ م نېټه د ډېره اسماعيل خان (ډي ايي خان) ښار نه جنوب لويديځ پله په ۸۰م کلوميټره لرې پرته چودان علاقه کې د ګره مټ کلي څو کسانو يوه ۱۶ کلنه جينۍ شريفه بي بي بربنډه کړې او د کلي په کوڅو کې بربنډه ګرځولې وه.

پوليسو ويلي د دغه پېښې په مقدمه کې نومول شوؤ نهو کسانو کې يې اته نيولي دي.

د شريفې مور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ویلي د پېښې مرکزي تورن کس تراوسه نه دی نيول شوی او نه هغه پوليس افسر (بشارت) لرې کړی شوی چې د ملزمانو په ځای يې په دوي مقدمه درج کړې وه.

هغې وويل کورنۍ يې غريبه ده او دويې ته داسې هم ويل شوي چې پېښه کې د ککړو کسانو اړيکې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت واکمنه ګوند تحريک انصاف سره دي، ځکه يې په ضد ګام نه پورته کيږي.

هغې وويل دوي د ويرې سره مخ دي او د امنيت دپاره يې هيڅ بندوبست هم نشته.

پوليس چارواکي او ځينې ځايي خلک وايي چې دغه پېښه د شخصي لانجې په سر رامنځته شوې او ځينې وايي چې د جينۍ د ورور د بلې جينۍ سره اړيکې وي.او بيا د هغې جينۍ کورنۍ په بدل کې د شریفه سره دا عمل کړی دی.

پوليس وايي د پېښې مرکزي تورن کس چې سجاول نوميږي لا نه دی نيول شوی.

د ټولنيزو اړیکو په وېب پاڼو دا عمل غندل شوی او د خېبرپښتونخوا په حکومت نيوکې کيږي چې د مثالي پوليسو جوړولو ادعا کوي خو د پوليسو په موجودګۍ کې دغه ډول ناوړه عملونه کيږي او بيا خلکو ته انصاف هم نه ورکړی کيږي.

په ځايي ټي وي چينلو داسې خبرونه خپاره شوي چې د جينۍ سره ناوړه عمل کوونکو تړاؤ د خېبرپښتونخوا حکومتي واکمنه ګوندتحريک انصاف د ډي ايي خان د يو صوبايي وزير سره دی، په وزير تور دی چې هغه د دغو خلکو ملاتړ کوي.

د چودان علاقې نه اکرام ګنډاپور د تحريک انصاف په ټکټ کامياب شوی او دا وخت د صوبې د کرکیلي وزير دی.

خو د تحريک انصاف يو بل وزير علي امين ګنډاپور د دوشنبې په ورځ د شريفې کور ته ورغلی او باور يې ورکړی چې پېښه کې دککړو کسانو په ضد به سخته کارروايي کيږي.

بل لور ته د صوبې د پوليس مشر (ايي جي پي) صلاح الدين محسود ډيوه رېډيو سره په خبرو کې ويلي، "په دې پېښه کې شخصي يا سياسي خبرې مناسبه نه دي، هغه وويل د ډېره اسماعيل خان پولیس چارواکو ته يې د بې پرې پلټنو امر کړی او زياته کړې يې ده د شريفې کورنۍ سره به د قانون ترمخه انصاف کيږي".

نوموړي وويل "نه خو هغه په دې پېښه کې سیاسي لاسوهنه مني او نه پکې کوم ګنجائش شته".

پوليس مشر باور ورکړی په دې پېښه کې به انصاف کيږي او عدالت به يې په رڼا ورځ فېصله وکړي او هر څه به پکې په ډاګه شي.

قانون پوهه شهاب اېډوکېټ وايي په دې مقدمه کې داسې مادې شاملي دي چې سزا يې تېزندي ده خو د پوليسو لخوا د مقدمې ناوخته درج کېدو ته بیا قاضي د شک په نظر ګوري.

هغه تور ولګوؤ چې د پوليس لخوا دغسې کول د بااثره خلکو په مقدمه کې د بري کېدو دپاره کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG