لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو ته په وړونکو خوراکي څیزونو ټیکس لرې کړی شوی.


د پاکستان قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ ځايي انتظامې د کلونو راهسې دغه قبایلي سیمې ته وړونکو خوارکي څیزونو باندې لګول شوی ټیکس یا محصول ختم کړی.

د ایجنسې ناېب پولټیکل ایجنټ نوید اکبر د دغه فیصلې په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي د کوردننه کاریدونکي او د وړو وړوکاروبارونو لپاره د بهر نه وړونکي خوارکي موادو باندې لږیدلی ټیکس پورته کړی شوی.

د نوید اکبر په وینا د دغې ګام سره به عام اولس ته ډیره ګټه ورسیږي، او د تنور او نغري د استعمال په ټولو څیزونو ټیکس یا محصول په سمدستي توګه ختم کړی شوی.

د پاکستان دغه قبایلي سیمې ته به د خواو شاه سیمو نه تلونکي سامانونو باندې د ګاډي په سر د ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ روپو پورې ټیکس اخستل کیدو. مومند ایجنسۍ ته به زیات تره خوراکي څیزونه د چارسدې او پېښور نه وړل کیدل.

د ډغه ټیکسونو او د ګاډو د لوړو کرایانو له امله به د دغه خوارکي څیزونو بیعې په ایجنسۍ کې ډیرې لوړې وې.

د مومندو ایجنسۍ یو شمیر ځايي اوسیدونکو د پولټیکل انتظامیې د دغه ګام هرکلی کړی او یو شمیر غړو بیا غوښتنه کړې چې په نورو څیزونو لږلیدلی ټیکس دې هم زر تر زره ختم کړی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG