لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د اسیا کپ په ګټلو لوبډلې ته اومبارکي ويلې


ښاغلي صدر اشرف غني په ټويټر ليکلي، "زه خپلو ۱۹ کلنو اتلانو ته اومبارکي وايم ، دوي اوس د اسيا نوي اتلان شو، او زه په دوي وياړم".
ښاغلي صدر اشرف غني په ټويټر ليکلي، "زه خپلو ۱۹ کلنو اتلانو ته اومبارکي وايم ، دوي اوس د اسيا نوي اتلان شو، او زه په دوي وياړم".

د افغانستان صدر اشرف غني د خپل هېواد د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې ته د اسيا کپ په ګټلو اومبارکي ويلې او د وياړ څرګندونه يې پرې کړې ده.

ښاغلي صدر اشرف غني په ټويټر ليکلي، "زه خپلو ۱۹ کلنو اتلانو ته اومبارکي وايم ، دوي اوس د اسيا نوي اتلان شو، او زه په دوي وياړم".

​اجرايي ريس عبدالله عبدالله او صدارتي ماڼۍ هم د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته په بريا اومبارکي ويلې ده.

عبدالله عبدالله په ټويټر ليکلي، "مونږ اتلان شو، زه وياړم او ملت ته په دې ناوياته بريا اومبارکي وايم، افغان ۱۹ کلنو تاريخ جوړ کړو او په تاريخ کې به په وړومبي ځل اسيا کپ هېواد ته راوړي".

صدارتي ماڼۍ په خپله ټويټر پاڼه" افغان کرکټ بورډ او ځوانانو ته اومبارکي وېلې چې دا بريا څرګندونه کوي چې افغانستان کې د کرکټ راتلونکی روښانه دی".

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړو او عامو خلکو د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو ۱۹کلنې لوبډلې ته اومبارکۍ ويلي او د اومبارکو توده لړۍ روانه، افغانان خوشحالۍ نمانځي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې نن د يکشنبې يا اتوار په ورځ اسيا کپ کې پاکستان ته غټه ماتې ورکړې ده او په وړومبي ځل د اسياکپ اتل شوی دی.

افغانستان په فاينل سيالۍ کې وړومبی بيټنګ کړی او پاکستان ته يې د ۲۴۹ رنزونو هدف ورکړی ؤ، په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور کې په ۶۳ رنزونو اؤټ شو، او افغانستان ورته په ۱۸۵ رنزونو ماتې ورکړه.

د اسيا د اته ؤ هېوادونو افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي لوبډلې د اسيا کپ په دې سيالو کې ولوبېدې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG