لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ تر ټولو ښکلې پیغله منوشي چهلر څوک ده ؟


چهلر دا وخت د طب محصله ده اؤ هغه په درملو اؤ عملیاتو کې ډګري اخلي
چهلر دا وخت د طب محصله ده اؤ هغه په درملو اؤ عملیاتو کې ډګري اخلي

تیره اوونۍ په چین کې دکال۲۰۱۷م دپاره د نړۍ دښکلې میرمنې ټاکلو دپاره ترسره شوؤ سیالیو کې بریالۍ شوې منوشي  چهلر نړۍ د ۱۸نومبر نه وړاندې نه پیژنده چې دا څوک ده؟

تیره اوونۍ په چین کې دکال۲۰۱۷م دپاره د نړۍ دښکلې میرمنې ټاکلو دپاره ترسره شوؤ سیالیو کې بریالۍ شوې منوشي چهلر نړۍ د ۱۸نومبر نه وړاندې نه پیژنده چې دا څوک ده؟

زیاتره خلک بس دومره خبر دي چې دنړۍ دترټولو ښکلې میرمنې ویاړ ګټونکې شل کلنه پیغله منوشي چهلر دهندوستان اوسیدونکې ده.

د مس ورلډ د رسمي ویب پاڼې له مخې منوشي چهلر دا وخت د طب محصله ده اؤ هغه په درملو اؤ عملیاتو کې ډګري اخلي .

دنړۍ دغه ښکلې میرمن غواړي چې راتلونکې کې د زړونو سرجنه جوړه شي .

منوشي چهلر دنړۍ ددوهم ستر هیواد هندوستان د هریانه ریاست په سوني پت ښار کې په ۱۴م مئ ۱۹۹۷کې زیږیدلې ده.

د منوشي مور،پلار هم ډاکټران دي .

د منوشي چهلر د زیږون نه یوازې درې کاله وروسته یعنې په کال ۲۰۰۰م کې دهند یوه بله پیغله پریانکا چوپړه د نړۍ دښکلې میرمنې ویاړ ګټلی ؤ اؤ ۱۷ کاله وروستو پسې دغه ویاړ د منوشي چهلر په برخه رسیدلی دی.

منوشي چهلر غواړي چې راتلونکي کې دخیرښیګړې یو سازمان اؤ د هند په په کلیوالو سیمو کې د روغتونونو جوړولو اراده لري.

هغه دنړۍ دښکلې میرمنې دټاکل کیدو څخه دمخه د” مس فیمینا انډیا “دسیالیو اتله هم ګرځول شوې وه

په دغو سیالیو کې له بریالیتوب وروسته میرمن چهلر تریو څه حده په ټي وي ګانو وځلیده اؤ بیا په هند کې د غوره عکس لرونکو میرمنو په سیالیو کې ورګډه شوه چې هغې کې یې هم بریالیتوب په برخه شو.

وروسته هغه د نړۍ د ۱۱۸ هیوادونو د ښکلو پیغلو سره دښکلا سیالیو ته ور وړاندې شوه اؤ په دغه سیالیو کې یې په سوؤنو پیغلو نه په ښکلا کې نمبر یوړو اؤ دنړۍ تر ټولو ښکلې پیغله وټاکل شوه .

دهغې وروستۍ سیالي په ۱۸م نومبر دچین په سانیا ښار کې د برتانیې ، فرانسې،کینیا اؤ میکسیکو د ښکلو پیغلو سره وه ،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG