لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان سینیټران وایي دسي پیک ګټو نه چین پخپله پښې راتاؤ کړي


 سینیټر عثمان کاکړ ویلي چې دسي پیک کامیابي افغانستان کې امنیت سره تړل شوې ده
سینیټر عثمان کاکړ ویلي چې دسي پیک کامیابي افغانستان کې امنیت سره تړل شوې ده

دپاکستان اؤ چین حکومتونه دعوې کوي چې ددواړو هیوادونو ترمینځ دجوړیدونکې اقتصادي پروژې (سي پیک)ګټې به پاکستان کې ټولو قومیتونو ته یو برابر رسیږي خو په سینیټ کې دناقراره صوبې بلوچستان غړي تور لګوي چې چین ددغه پروژې دګټو نه پخپله پښې راچاپیره کړي دي.

دپاکستان دسمندري جهازونو دچارو مرکزي وزیر هم منلې چې دګوادر دسمندري اډې دګټو ۹۱ فیصده به چین اؤ یوازې نهه فیصده به پاکستان له په لاس ورځي.

دپاکستان دسینیټ غونډه کې دبیلابیلو ګوندونو غړو ددغه اقتصادي پروژې د روڼ

والي اؤ دګټو د ویش په معاملو خبرې شوي دي.

دمتحده قامي موومنټ دسینیتر شیخ عتیق لخوا سینیټ ته دبحث دپاره د وړاندې کړل شوي یو تحریک له مخې جین دپروژې سره دتړلي ازادۍ سوداګرۍ د تړون په اساس پاکستان ته د اسانیو ورکولو نه ډډه کوي

هغه وویل چې دچین لخوا پروژې په اړه دخپلې کړل شوې تګلارې پسر پاکستان کې دځایي صنعت دپرمختیا په هکله اندېښنې موجودې دي.

د بلوچستان ایالت سره تعلق لرونکې دواکمن ګوند مسلم لیګ نواز سینیټرې کلثوم پرون دحکومت نه غوښتنه کړې وه چې په ډاګه دې کړي چې تراوسه ددغه پروژې څخه دبلوچستان اولس ته کومې ګټې په لاس ورغلي دي؟

هم دغه راز دپښتون ملت پاله ګونډ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سینیټر اعظم موسی خیل دسي پیک نه په ګټو ترلاسه کیدو بې باوره وښودله اؤ وئ ویل چې دسي پیک پروژه په کامیابۍ سرته نه شي رسیدلی.

دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سینیټر عثمان کاکړ وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي چې دسي پیک کامیابي افغانستان کې امنیت سره تړل شوې ده.

ښاغلي کاکړ وویل چې دغه پروژه کې وړې صوبې له پامه غورځول خو نن مرکزي وزیر حاصل بزنجو سینیټ له دې خبرې هم خبر کړی چې د ګوادر د سمندري اډې ۹۱ فیصدي ګټې به چین اؤ یوازې نهه فیصدي به پاکستان ته په لاس ورځي.

د پاکستان او چېن ترمینځ د پنځوس اربه ډالرو په لګښت جوړیدونکې دغه پروژه وړاندې نه د یو شمیر لانجو سره مخ ده اؤ دپاکستان واړه قومیتونه په مرکز اؤ‌ پنجاب کې په واکمن ګوند مسلم لیګ نواز تور لګوي چې دسي پیک ټولې ګټې یې په ډیرې سپین سترګۍ سره دپنجاب لمنې ته اچولي دي.

خو واکمن ګوند دغه تور بې ځایه بلي او پخلی کوی چې حکومت د خپلې ژمنې په اساس د پروژې لاندې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا نه دتېرېدونکې غربي لارې جوړښت ته اولیت ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG