لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د عملياتو باوجود مظاهرې روانې دي


چارواکو ويلي د عدالت په حکم يې اسلام اباد کې عمليات کړي دي
چارواکو ويلي د عدالت په حکم يې اسلام اباد کې عمليات کړي دي

د شنبې يا خالي په ورځ اسلام اباد کې د تندروه مذهبي ډلې د احتجاجي ناستې لرې کولو دپاره پوليس او ملېشې عمليات کړي خو د څو ساعتو وروستو دغه عمليات ودرول شوي چې تراوسه بيا نه دي پېل کړی شوي او مظاهره چيان هم په خپل ځای ناست دي.

اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو په ضد د عملياتو وروستو په کراچۍ، لاهور، پېښور، ګوجرانواله، سکهر او ځينو نورو ښارونو کې هم احتجاجي مظاهرې پېل شوې وې.

اسلام اباد کې د مظاهره چيانو لرې کولو په وخت د ۱۰۰ نه زيات تنه ژوبل شوي او د څو ګاډو سوځولو ويل شوي وو.

په کراچۍ کې په شاهراه فېصل سړک باندې په درېو ځايونو کې احتجاجي ناستې پوليس او رېنجرو ختمې کړي خو په نمايش چورنګۍ او نورو علاقو کې ناستې روانې دي.

په کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو ختمولو په مهال د ۳۰ نه زيات کسان ژوبل شوي او درې ګاډي سوځول شوي دي.

په ښار کې د پرون راهسې زياتره کاروبارونه تړلي پراته دي.

اسلام اباد کې پوځ راغوښتی شوی

پلازمينه اسلام اباد کې د حالاتو قابو کولو دپاره د نامالومه وخت پورې پوځ رابلل شوی چې د اسلام اباد د انتظاميې سره امنيت په ځای کړي.

خو ځينې راپورونه راپورونه د چارواکو له خلې وايي پوځ به د احتجاج کوونکو په ضد عمليات نه کوي بلکې د حساسه ځايونو او ودانو په ساتنه به په ځای کولی شي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه پرون وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ته ويلي چې پلازمینه اسلام اباد کې احتجاجي ناسته او د عملیاتو معامله په سوله يیز ډول هواره کړي.

ميډيا چېنلې او د ټولنيزو اړيکو پاڼې بندې

اسلام اباد کې د تحريک لبېک يارسول الله ډلې د مظاهرې ختمولو د عملياتو په مهال پاکستان کې خبري ټي وي چېنلې بندې کړی شوې وې. د الېکټرانک ميډيا د قابو او څارنې ادارې (پېمرا) په حکم ټيلي ويژن چېنلې بندې کړې شوې چې عمليات نېغ په نېغه نه ښکاره کوي.

د ټيلي ويژن چېنلو بندولو وروستو د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې ټويټر، فېس بک او يوټيوب هم بند کړی شوي دي. په کراچۍ او اسلام اباد کې په څو خبريالانو د تشدد او خبري ادارو په ګاډو د بريدونو پېښې هم رپورټ شوي دي.

د الوتکو پروازونه، اور ګاډي او موټر وی

د شنبې په ورځ د مظاهرو له امله په هوايي اډو د مسافرو د الوتکو پروازونو وختونه ګډوډ شوي خو د پاکستان د قامي هوايي شرکت پي ايي ای وياند ويلي د څه لږ وخت وروستووالي سره ټول پروازونه روان دي.

د پرون راهسې د کراچۍ نه د ملک نورو برخو ته اور ګاډي (رېل ګاډی) نه دی تلی.

راپورونه وايي د اسلام اباد نه پېښور ته موټر وی تېر ماښام پرانستی شوی او د اسلام اباد او لاهور ترمنځ موټر وی سړک اوس هم تړلی پروت دی.

د پلازمینې اسلام اباد او پېنډۍ ښار ترمنځ فېض اباد علاقه کې د ۲۰ ورځو راهسې د مذهبي ډلو فعالین په احتجاج بوخت دي.

احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې د ختم نبوت په اړه په حلف نامه کې په بدلون دې د قانون مرکزي وزیر زاهدحامد مستعفي شي او هاغو ټولو کسانو ته دې سزا ورکړل شي چې دغه کار کې يې لاس ؤ.

ځينې راپورونه وايي احتجاج کوونکو د پرون راهسې خپله غوښتنه بدله کړې او د پوره حکومت ختمېدو پورې د احتجاج دوامداره ساتلو دړکه يې کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG