د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې نن د يکشنبې، اتوار په سهار نامالومو وسله والو نرښځی په ډزو وژلی دی.
د نرښځيانو د حقونو دپاره کارکوونکي تېمور کمال ډيوه رېډيو سره خبرو کې پخلی وکړو،
"سپوږمۍ نومې خواجه سرا (نرښځی) په پېښور سُپرمارکېټ کې اوسېدو هلته ويشتل شوی او د هلته نه اېل ار اېچ هسپتال ته راوړل شو او هلته مړ شو".
د لېډي ريډنګ روغتون (اېل ار اېچ) ویاند ويلي سپوږمۍ شپږ ډزه ويشتل شوی او روغتون کې يې د درمنلې په مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سمدستي ډول د پېښې په اړوند نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی او د نرښځيانو مشران او د دوي د حقونو دپاره کار کوونکي وايي مالومات رايوځای کوي.
پوليس ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
تېمور کمال وايي "يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د کال ۲۰۱۵م نه تر اوسه پورې ۵۴ نرښځيان وژل شوي دي".
هغه زیاته کړه دلته نه يواځې نرښځيان وژل کيږي بلکې د نرښځيانو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکو ته هم ګواښونه کيږي.
تېره مياشت پېښور کې د هاجره نومې نرښځي په تشدد وژل شوی مړی ترلاسه شوی ؤ.
پاکستان کې د وروستيو ترسره شوؤ سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د ۱۰زرو نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي.