پاکستاني مطبوعات وايي د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په اسلام اباد کې یوه غونډه کې فیصله کړې د سرښار په دروازه د ناستو مظاهرچیانو پرضد به طاقت نه استعمالوي.
په عین حال کې رپورټونه وايي حکومت په شخصي ټیلي وژن چینلونو او سوشل میډیا لگولې خپله پابندي ختمه کړې ده.
مطبوعات وايي پوځ ویلي يواځې د حکومتي ودانيو حفاظت کوي او د مظاهرچيانو پر ضد به پوليس ګامونه اخلي.د پاکستان پلازمينې اسلام اباد په دروازه او د ملک په غټو وړو ښارونو کې د مذهبي ډلو احتجاجي ناستې روانې دي، بل لور ته حکومتي او پوځي مشرانو ليدلي او مظاهره چيانو سره یې د خبرو د لارې د مسلې هوارولو صلاح کړې ده.
راپورونه وايي د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ د پوځ مشر جنرال قمرجاوېدباجوه سره د لوړ پوړو چارواکو غونډه شوې او پرېکړه شوې چې د مظاهره چيانو سره د خبرو دپاره دې نوميالي علما مينځ ته راوستی شي.
د پوځ مشر د متحده عرب اماراتو سفر لنډ کړی او بيرته ملک ته ستون شوی دی، پرون نوموړي وزيراعظم ته ويلي ؤ د مظاهرو چيانو په اړوند معامله دې په سوله ييز ډول هواره شي.
وروستو د امنيت په ځای کېدو دپاره حکومت اسلام اباد ته پوځ بللی خو نن په ځايي مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پوځ نن د حکومت نه وضاحت غوښتی چې کوم ډول عمليات به کوي يا دنده به يې څه وي.
په اسلام اباد کې تازه د احتجاجي ناستې نه چاپېره نيم پوځي ځواک رېنجرز په ځای کړی شوی دی او د ځايي رسنيو ترمخه نن هم مظاهره چیانو يو ګاډي او شپږ موټر سائيکلې سوځولې دي.
راپورونه وايي پرون د شنبې په ورځ اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرو په مهال نښتو کې شپږ تنه وژل شوي او د ۱۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو.
په اسلام اباد کې پرون سهار پوليس او ملېشې د احتجاجي مظاهرې ختمولو دپاره تر درېو ساعتو عمليات کړي خو مظاهره چيان نه ؤ لرې کړی شوي او د دغو عملیاتو په غبرګون کې د ملک په نورو لويو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې او ناستې پېل شوې وې.
په کراچۍ، لاهور، پېښور او پنجاب او سندهـ په بېلابيلو ښارونو کې نن احتجاجي ناستې روانې دي، او په کراچۍ کې پرون د مظاهرو په مهال پوليس او رېنجرو سره نښتو کې د ۳۰ نه زیات کسان ژوبل شوي او درې ګاډي هم سوځول شوي وو.
د تحريک لبېک يارسول الله او د سني تحريک نومې مذهبي ډلو لخوا چې په اسلام اباد کې په ۲۱م ور ځ احتجاجي ناسته روانه ده، نن مطبوعاتو داسې راپورونه خپاره کړي چې سبا د دوشنبې يا ګل په ورځ احتجاج کوونکو په ټول ملک کې د کاربنديز اعلان کړی دی.
نن د پنجاب حکومت او د اسلام اباد انتظاميې په رسمي ډول اعلان کړی چې سبا د ګل او بله ورځ د نهې په ورځ به ټوله صوبه کې تعليمې ادارې د امنيت په موخه بندې وي.
کراچۍ پوهنتون او اردو يونيورسټۍ هم سبا د ګل په ورځ د امتحاني پرچو ځنډولو ويلي دي.
په خبري ټيلي ويژن چېنلو، ټولنيزو رسنیو ټويټر، فېس بک او يوټيوب د پرون راهسې لگیدلی بند د اتوار، یک شنبې، په ورځ ختم کړی شو.
په وروستيو کې د الېکټرانک يا برېښنايي ټيلي ويژن چېنلو د څار او قابو کولو ادارې پېمرا د شخصي ټيلي ويژن پرانستو اعلان کړی خو ترڅنګ يې چېنلو ته يوه مسوده هم جاري کړې چې د احتجاجي ناستو په اړوند به کوم ډول نشريات خپروي.