لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې دموافقې کولو پس حکمتيار په وړومبي ځل بهرنی سفر کړی


د حزب اسلامي وياند حشمت الله ويلي، ګلبدین حکمتیار اول ترکي ته ځي او د هلته نه وروستو به بيا سعودي عرب ته لاړ شي.
د حزب اسلامي وياند حشمت الله ويلي، ګلبدین حکمتیار اول ترکي ته ځي او د هلته نه وروستو به بيا سعودي عرب ته لاړ شي.

د افغان حکومت سره د سولې د موافقې لاسليک کولو وروستو د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدين حکمتيار په وړومبي ځل د ملک نه بهر د ترکي په سفرتلی دی.

حکمتيار تېرکال د ستمبر په مياشت کې د افغان حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړی، او نزدې د دوه ليسزو پټ پاتې کېدو وروستو بيرته کابل ته راستون شوی ؤ.

د حزب اسلامي وياند حشمت الله ويلي، ګلبدین حکمتیار اول ترکي ته ځي او د هلته نه وروستو به بيا سعودي عرب ته لاړ شي.

د نوموړي سره په سفر کې د حزب اسلامي د بهرنو اړيکو د بهرنو چارو مشر ډاکټر غېرت بهير هم ملګری دی.

حکمتياردغه سفر د څه مقصد دپاره کوي په اړه يې په سمدستي ډول څه نه دي ويل شوي. خو حشمت الله ويلي په دغه اړوند به وروستو نور تفصيل وړاندې کړی شی.

راپورونه وايي د حکمتيار د سفر نه وړاندې د حزب اسلامي يو پلاوی انقرې ته تلی ؤ.

د حکمتيار بيرته کابل ته په راستنېدو ځينو خلکود هغه هرکلی کړی چې د سولې دپاره به ګټور وګرځي خو ځينو پرې اندېښنه څرګنده کړې چې دهغه د راتګ سره به د حزب اسلامي سيالې ډلې بيا تاؤ تريخوالي ته مخه کړي.

د ګلبدين حکمتيار نوم د ملګرو ملتونو امنيتی شورا کونسل د بهرنو ملکونو د سفري بندېزونو په فهرست کې اچولی ؤ خو د روان کال په سر کې يې د افغان حکومت په وېنا د دغه فهرست نه بهر کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG