لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز د طالبانو بريد کې نهه تنه وژل شوي


ځايي مطبوعات د پوځ لخوا خبر ورکوي چې بريد کې درې ترهګر وژل شوي او پوځي سرتيري د ادارې ودانۍ ته رسېدلي دي.
ځايي مطبوعات د پوځ لخوا خبر ورکوي چې بريد کې درې ترهګر وژل شوي او پوځي سرتيري د ادارې ودانۍ ته رسېدلي دي.

د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور کې د زرعي تربيتي ادارې په مرکز ترهګر برید کې لږ ترلږه نهه تنه وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي. په وژل شوؤ کې زياتره زده کوونکي دي.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.
د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر صلاح الدين محسود په "بريد کې د نهه تنو د وژنې پخلی کړی او ويلي یې دي په وژل شوو کې شپږ ه ،يو د ادارې ساتونکی او دوه پوليس شامل دي".

نوموړي ويلي يو پوليس دوه د پوځ سر تيري او يو خبريال هم په بريد کې ژوبل شوي دی.

د پوليس او پوځ چارواکو ادعا کړې چې د بريدګرو سره د برید په وخت د افغانستان نه رابطې روانې وې.

د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور او د پوليس مشر صلاح الدين محسود ويلي "بريد کې ککړ درې ترهګر وژل شوي دي".

او پوليس مشر دا هم ويلي چې په بريد کې د څلورم مشکوک ترهګر پخلی شوی دی.

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پروېزخټک وروستو ويلي دي "يو ترهګر امنيتي ځواکونو په ژوبل حالت کې نيولی او د هغه نه پوښتنې روانې دي".

د بم ډيسپوزل سکواډ مشر ملک شفقت ويلي "ترهګرو خودکش جيکټې اغوستې وې خو له دې وړاندې وژل شوي چې چاودنې يي کړی وی".

د صوبې د پوليس مشر ويلي د زرعي تربيتي ادارې په مرکز کې د زدکونکو دوه هاسټلې دي او بريد ګرو پکې يو په نخښه کړی دی.

هغه ويلي په دغه هاسټل کې د ۵۰ نه تر۶۰ پورې کسان موجود وو او د پوليس په سمدستي کاروايي زيات کسان د مرګ ژوبلې نه ژوغورل شوي دي.
ژوبل او مړي خېبرټيچنګ او حیات اباد مېډېکل کمپلکس روغتونونو ته وړل شوي او د پېښور په روغتونو کې بېړني حالت په ځای کړی شوي وو.

چارواکو دا ادعا هم کړې چې ترهګر په برقه کې راغلي وو او د وژلو وروستو يي د هغوي د ولقې نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده.

له دې وړاندې ويل شوي وو بريدګر د زده کوونکو هاسټل ته ورغلي او هلته يې ډزې کړي، د هاسټل د زده کوونکو په وېنا دغلته ۴۰۰ زده کوونکي موجود وي خو نن د ميلادالنبي د رخصتۍ په ورځ زيات زده کوونکي په هاسټل کې نه ؤ د ۴۰ يا ۵۰ پورې موجود وو.

له دې وړاندې د پوليس مشر صلاح الدين محسود د بريد پخلی کړی چې د زرعي ادارې په مرکز ترهګر بريد شوی دی.

اېس اېس پي اپرېشن سجادخان يو ځايي ټيلي ويژن سره خبرو کې ويلي ؤچې پينځه ځانمرګي ترهګرو بريد کړی او پينځه واړه ووژل شوي او د پوليس او پوځ د زر رسېدو له کبله د زيات تاوان مخه ونيول شوه.

پېښور کې ترهګر بريد په داسې حال کې شوی چې نن په ټول ملک کې د ميلادالنبي (ص) ورځ نمانځل کيږي سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او ټول ملک کې رخصتي ورکړی شوې ده.

د پېښور د زرعي تربيتي ادارې مرکز په يونيورسټي روډ باندې موقعيت لري او د برید وروستو دغه سړک د څو ساعتو دپاره تړل شوی ؤ.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم په پېښور کې د پوليس په يو لوړ پوړي افسر ځانمرګی بريد شوی افسر پکې وژل شوی او هغه سره پکې شپږ نور تنه ژوبل شوي وو.
د ترهګرۍ تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ملک کې د ترهګرۍ ضد د ردالفساد په نوم عملیات هم دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG