لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولمپيک د ژمي په سياليو کې په روس بندېز لګول شوی


نړيوالې کمېټۍ ويلي د روس سيالي کوونکي به د سختو شرطونو لاندې وکړی شي چې په سياليو کې برخه واخلي.
نړيوالې کمېټۍ ويلي د روس سيالي کوونکي به د سختو شرطونو لاندې وکړی شي چې په سياليو کې برخه واخلي.

د اولمپيک نړیوالې کمېټې د راتلونکي ژمي د اولمپيک لوبو په سياليو کې په روس د ګډون بندېز لګولی دی، د کال ۲۰۱۸م د اولمپيک سيالۍ د جنوبي کوريا په پيونګ چيونک ښار کې ټاکل شوي دي.

په روس تور دی چې په دولتي سرپرستۍ يې په تېر وخت کې په اولمپيک سياليو کې ممنوعه درمل کارولي دي.

خو نړيوالې کمېټۍ ويلي د روس سيالي کوونکي به د سختو شرطونو لاندې وکړی شي چې په سياليو کې برخه واخلي.

کمېټۍ په روس د بندېز اعلان په سويټزرلېنډ کې د يوې ناستې وروستو کړی دی.

په دغه ناسته کې په دې غور شوی چې د روس په دولتي سرپرستۍ د څوکالو پورې ممنوعه درمل کارول شوي او د کال ۲۰۱۴م د روس سوچي ښار کې د اولمپيکس په سيالیو کې يې زیاتې نمبرې ترلاسه کړې وې.

روس څو ځله دا خبره رد کړې چې د ممنوعه درملو په کارولو کې لوبغاړو يا ايتهيليټس ته ملکي سرپرستي نه وه ترلاسه.

نړيوالې کمېټۍ د سوچي په سياليو کې روس ته ترلاسه شوې ۱۱ ميډالونه بيرته اخستي او د ۲۰ نه زياتو روسي لوبغاړو باندې يې د اولمپيک په لوبو کې په ګډون تل عمري بندېز لګولی دی.

ممنوعه درمل يا ډوپنګ په لوبو کې د قوت سېوا کولو دپاره کاريږي په کوم څه چې بندېز دی.

د اولمپيک نړیوالې کمېټۍ ويلي د روس لوبغاړي د کال ۲۰۱۸م په سياليو کې په ازاد حيثيت " د اولمپيک بېرغ د لاندې" برخه اخستلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG