لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ته کابل کې ددفتر ورکولو وړاندیز شوی


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هر میکانزم پر بنسټ چې وسله ‌وال طالبان خوښ وي، ورسره د سولې خبرې کوي او دغه شورا حاضره ده، چې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس اکرم خپلواک د چهارشنبې په ورځ (ډیسمبر شپږم) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هیڅ ډول شرط د سولې د خبرو د پیل لپاره نه لري او د هر درېم بنسټ په منځګړیتوب، چې طالبان یې غواړي، ورسره د سولې خبرې پیلوي.

ښاغلي خپلواک په وسله‌ والو طالب مشرانو غږ وکړو چې “مونږ دهاغو طالبانو او د هغوئ د هاغو مشرانو څخه چې یا په قطر کې دي، یا په نورو هیوادونو کې دي، یا په پاکستان کې دی او ډیر لالهانده ژوند لري، هیله کوو، لکه څنګه چې حزب اسلامي راغی په افغانستان کې یې د سولې د مذاکراتو دفتر په کابل کې ولرلو مونږ آماده یو چې همداسې دفتر طالبانو ته هم ورکړو او یوه با عزته مذاکره، چې د خلکو او د افغانستان د ملت غوښتنه وي، په دې کې برخه واخلي".

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو ټینګار کړی، چې د وسله‌ والو طالبانو او داعش ترمنځ د پام وړ توپیرونه شته دي او د دغې شورا د سولې لوری یواځې وسله‌وال طالبان دي.

د سولې د شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل "د سولې پروسه کې زمونږ لوری د طالبانو تحریک دی، نه داعش او که طالب او داعش یوشان وګڼو زه باور لرم چې مونږ په یوې زیاتې خرابې لارې ځو".

ښاغلي خلیلي له افغان چارواکو په ځانګړي ډول امنیتي مسولینو څخه وغوښتل، تر څو له هغو څرګندونو څخه، چې له امله یې طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر ته زیان رسیږي، ډډه وکړي.

که څه هم په تیرو کلونو کې افغان حکومت په وار وار له خپلو وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو څخه غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي، خو تر اوسه وسله‌والو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG