لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بېت المقدس په اړه د صدر ټرمپ اعلان ته نړيوال غبرګون او اندېښنه


د فلسطين مرکزي شورا خپله بېړنۍ غونډه رابلي او د صدر ټرمپ په وېنا غور کوي او د ټولو خبرو په اړوند به مناسبه پرېکړه کوي.
د فلسطين مرکزي شورا خپله بېړنۍ غونډه رابلي او د صدر ټرمپ په وېنا غور کوي او د ټولو خبرو په اړوند به مناسبه پرېکړه کوي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې په توګه منلو اعلان ته نړیوالې ټولنې سمدستي او سخت غبرګون ویلي دی د کوم اعلان څخه چې د اسرايل او فلسطين تشدد يو ځل بيا راپارېدی شي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس د چهارشنبې په ورځ د صبر او زغم غږ کړی دی. نوموړي ويلي، "د کله نه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر جوړ شوی يم د هغه ورځې نه مې د يو اړخيزه ګام مخالفت کړی دی د کوم نه چې د اسرايل او فلسطينيانو ترمنځ د سولې عمل اغېزمن کيږي".

هغه ويلي،" د بېت المقدس خبره ډېره مهمه ده دواړو فريقېنو ته دا د خبرو د لارې هوارول پکار دي، کوم چې د امنيتي شورا او عمومي غونډې د قراردادونو سره سم وي او پکې د فلسطين او اسرايل دواړو جايز اندېښنې په نظر کې وساتل شي".

نوموړي ويلي دا ډېر د خفګان وخت دی او په ډاګه کړې يې ده چې د دوه رياستونو د حل بدل هيڅ نشته.

د چهارشنبې په ماښام ملګرو ملتونو ويلي، بولوويا، مصر، فرانس، اټلي، سينيګال، سويډن، برطانيې او يوراګويې د ملګرو ملتونو د بېړنۍ غونډې بللو غوښتنه کړې چې پکې عمومي سېکتر ته ويل شوي هغه دې احوال تېر کړي.

د فلسطين صدر محمودعباس ويلي د بېت المقدس په اړه د صدر ټرمپ اعلان" په اصل کې د دې خبرې اعلان دی چې هغه د سولې د عمل څخه لاس اخلي".

د فلسطين د سر مذاکرت کار صائب عريقات ويلي، " دغه اقدام د وخت نه وړاندې د فېصلې کولو، د خپلې خبرې منلو او خبرو د دروازې بندولو برابر دی، او زه ګڼم چې نن شپه صدر ټرمپ د سولې د عمل نه د امريکې لاره جدا کړه".

هغه ويلي د فلسطين مرکزي شورا خپله بېړنۍ غونډه رابلي او د صدر ټرمپ په وېنا غور کوي او د ټولو خبرو په اړوند به مناسبه پرېکړه کوي.

مصر د صدر ټرمپ دغه پرېکړه رد کړې او د بهرنو چارو وزارت يې د بېت المقدس په اړوند د صدر ټرمپ دغه پرېکړه د نړيوال قرارداد په ضد بللې ده.

مصر ويره څرګنده کړې چې دغه پرېکړه به د سيمې په ثبات او اسرایل فلسطين د سولې په عمل ډېرې بدې اغېزې ولري.

د فرانس صدر ايمول مارکونس په خپل سمدستي غبرګون کې ويلي، " دا د امريکې د خواشينۍ پرېکړه ده او فرانس يې نه مني او دا د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قرارداد په ضد ده ".

د يورپي يونين د بهرنو پاليسو مشرې فېډرېکا مګيرينې د صدر ټرمپ په دغه اقدام اندېښنه څرګنده کړې ده.

مګيريني ويلي، "د بېت المقدس په اړوند د فريقېنو څرګندونې پوره کول ډېر اړين دي او د مسلې د هوارولو دپاره په هر صورت د خبرو لار لټول دي".

د برطانیې وزیراعظمې د صدر ټرمپ د فېصلې سره مخالفت کړی دي.

اردن د ټرمپ فېصله د نړيوالو قاعدو پرضد بللې، او د حکومت يو وياند يې ويلي، "د امريکې د صدر د بېت المقدس د اسرايل پلازمينه منل او هلته خپله سفارتخانه منتقل کول د نړیوال قانون او ملګرو ملتونو د اصولو سرغړونه ده".

سعودي عرب او پاکستان هم د صدر ټرمپ په فېصله د خپلې ناخوښۍ څرګندونه کړې ده.

ترکي د صدر ټرمپ په فېصله ټکونه کړي او ويلي يې دي "ترکي د امريکا د انتظاميې دغه غېر زمه واره بيان غندي او دغه پرېکړه د نړیوالو قوانينو او ملګرو ملتونو د قراردادونو په ضد ده".

د ملګرو ملتونو پخواني عمومي سېکتر کوفي عنان ويلي، اسرايل او فلسطين کې تر هغې امن نشي راتلی څو پورې چې بېت المقدس کې د دواړو فريقېنو د حقونو او ادعاؤ احترام نه وي شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG