لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر ارزښت سېوا شوی


سږ کال د جولاۍ په میاشت هم د روپۍ قدر راټيټ شوی  ؤ.
سږ کال د جولاۍ په میاشت هم د روپۍ قدر راټيټ شوی  ؤ.

پاکستان کې نن د جمعې په ورځ د روپۍ په مقابله کې د ډالر ارزښت ​ سېوا شوی او يو ډالر د ۱۰۵نه ۱۰۹ روپو رسېدلی دی خو د ماسپخين نه وروستو ډالر بيرته د ۱۰۵نه ۱۰۶ روپو ته راکوز شوی دی.

که څه هم دا لا نه ده مالومه شوې چې د روپۍ په مقابله کې ډالر سمدست څنګه بره لاړو خو د اقتصادي چارو کار پوهه ډاکټر عابد وايي پاکستانۍ روپۍ په مصنوعي ډول په ځای ساتل شوې او د ډالر ارزښت به نور هم سېوا کيږي.

نوموړی د روپۍ د ارزښت کمېدو په علتونو کې يو دا هم ښايي چې په فطري توګه د پاکستان روپۍ باثباته نشي پاتې کېدی.

" د تېلو بهر نه راغوښتو دپاره د تېلو د مارکيټنګ کمپنۍ د پېسو ورکولو دپاره ډالرې اخلي بل علت سياسي بې يقيني ده چې په ملک کې سیاسي ګډوډی وي".

هغه وويل په داسې حالاتو کې پانګه وال هڅه کوي چې په ډالر کې پانګونې وکړي.

پاکستان کې د ډالر قدر په داسې حال کې سېوا شوی چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د تبادلې د نرخ باثباته ساتلو دپاره په نړیوال بازارکې لاسوهنه هغه وخت ګوزار خوړی شي چې کله په نړيوال بازار کې امريکايي ډالر سېوا کيږي.

په عېن حال کې چې پاکستان کې د ډالر قدر سېوا شوی او روپۍ لاندې راغورځېدلې ده، پاکستان کې د نړيوالې مالياتي ادارې (اېم ايي اېف) يو پلاوی هم موجود دی، او د پاکستان د قرضو واپس ورکولو په اړوند د هېواد اقتصادي جاج اخلي.

ځايي رسنۍ داسې هم وايي چې پاکستان له به د بهرنو او سي پېک سره اړونده پروژو د قرضونو او د هغو د ګټو واپس کولو دپاره به د بهر ملکي تبادلې د کچې ذخيرې سېوا کول وي او دهغې دپاره په برامداتو کې د اضافې نه بغېر بله لار نشته.

د پېښور پوهنتون د اقتصادي چارو استاز ډاکټر فاروق وايي، د ډالر په مقابله کې د روپۍ د اوسني قدر کمی به د پاکستان په اقتصاد بدې اغېزې ولري.

"د هغې وجه دا ده چې مونږ د بهر نه څه راغواړو د هغې بېعې به سېوا کيږي، او که بهر يې لېږو د هغې ګټه به سېوا شي خو په مجموعي ډول به يې ډېرې بدې اغېزې وي".

د روپۍ کاروبار کوونکي وايي دوي نه پوهيږي چې د روپۍ قدر به ښه شي او که راتلونکو ورځو کې به نور ټيټيږي.

د پاکستان د مرکزی بېنک (سټېټ بېنک) چارواکي وايي د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ټاکنه مارکيټ کوي او زياته کړې يې ده په دغه اړوند مارکيټ څاري.

سږ کال د جولاۍ په میاشت هم د روپۍ قدر راټيټ شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG