د پاکستان د منصوبه سازۍ او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال پخلی کړی چې چين د سي پېک (چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ) لاندې جوړېدونکو درېو پروژو پېسې ودرولي دي، هغه ويلي بيجينګ په دغه اړوند خپل مالي مېکانزم ته بيا کتنه کوي.
د قامي اسمبلۍ د بيان ترمخه احسن اقبال د سي پېک په اړوند د قامي اسمبلۍ پارليماني کمېټۍ په ۲۵م ناسته کې دغه خبره کړې او ويلي يې دي چې بيجينګ به خپل مېکانزم ته د بيا کتو وروستو د دغو پېسو ورکولو منظوري ورکړي.
راپورونه وايي نوموړي وزير کميټي نه په دې نه ده مطمئن کړې چې د چين حکومت مېکانزم ته بيا کتنه ولې کوي په کوم چې د وړاندې نه دواړه ملکونه صلاح شوي وو.
ويل شوي چين د سي پېک لاندې جوړېدونکو د درېو سړکونو پروژو ته پېسې ورکول ودرولي دي.
يوه اوونۍ وړاندې ډان ورځپاڼې خبر ورکړی ؤ چې په دغو پروژو کې ۲۱۰ کلوميټر د ډېره اسماعيل نه تر ژوب پورې سړک هم شامل دی چې ټاکل شوې د ۸۱ اربه روپو په لګښت به جوړول کيږي.
د دې ترڅنګ د بلوچستان د خضدار ۱۱۰ کلوميټره هاغه سړک هم د اغېز لاندې راتلی شي چې د اته اربه او پينځه کروړه روپو په لګښت جوړيږي.
د قراقرم د لوې لارې د رائې کوټ سيمې څخه د شانګلې د تاکوټ سيمې پورې جوړېدونکی ۱۳۶ کلوميټره سړک هم د چین د پېسو نه ورکولو له امله په موقت ډول خطره کې لوېدلی دی.
د کمېټۍ يو غړي الحاج ګل خان افريدي ويلي د کمېټۍ په ناسته کې ورته ويل شوي چين پېسې ودرولي نه دي بلکې د پاکستان د سړکونو جوړولو محکمې (اېن اېچ ای) درې سړکونو پروژو کې ځينې تکنيکي ستونزې رامنځته شوي دي.
هغه ويلي د چين د پوهانو يوه ډله به زر د پاکستان سفر وکړي او د اېن اېچ ای درې پروژې به وګوري.
خو د اېن اېچ ای چارواکو حکومتي ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي داسې هيڅ خبره نشته چې چين په په پروژو پوښتنې راولاړې کړي دي.
د سي پېک د پروژې لاندې چين په پاکستان کې د ۵۶ اربو ډالرو په لګښت بېلابيل سړکونه، د رېل پاټلۍ او د فابريکو ښارونه جوړوي.
خو په پاکستان کې پښتون او بلوڅ ملت پاله ګوندونو ترڅنګ د سندهـ صوبې حکومت هم نيوکه لري چې د سي پېک منصوبې ټولې مهمې ګټې د لويې صوبې پنجاب لمنې ته غورځول شوي دي.