لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اياز صادق ته نه ښکاري چې حکومت به يې موده پوره کړي


ښاغلي صادق ويلي نن سبا ملک د غېريقيني حالاتو سره مخ دی، د بهرنو نه کورنۍ خطرې ډېرې خطرناکې دي او پاکستان د دښمنانو په منځ کې ګېر دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق ويلي هغه ته نه ښکاري چې حکومت به يې خپله ټاکلې پينځه کلنه ايينې موده پوره کړي.

د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق ويلي، په وړومبي ځل د سياست نه دومره مايوسه شوی دی هغه ويلي اسمبلۍ کې استعفاګانې وړاندې کېدی شي او يو غټ پلان ورته جوړېدونکی په نظر راځي.

​ځايي مطبوعاتو سره په خبرو کې نوموړي د نوم اخستو پرته ويلي په تېرو درېو مياشتو کې تاسو په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې څه وليدل، هغه ويلي دا هر څه د معمول ترمخه نه دي او که ملکي نظام يو ګوزار وخوړو نو دغه ګوزار به په ټول پاکستان وي.

نوموړي ويلي په تېرو څو مياشتو کې حکومت بې وسه کړی شوی ؤ.

تېره میاشت د اسلام اباد په فېض اباد سيمه کې مذهبي سخت دريځه ډلې تحريک لبېک يارسول الله نزدې درې اوونۍ احتجاجي پرلت وهلی او هرڅه يې په ټپه ودرولي وو، او د دغه احتجاجي ناستې په ملاتړکې په کراچۍ او لاهور کې هم دغه لړۍ پېل شوې وه.

د عدالتي حکم باوجود حکومت په اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناست خلک نه ؤ لري کړی شوي او بيا د پوځ په منځګړيتوب د احتجاج کوونکو او حکومت ترمنځ جوړ جاړی شوی ؤ.

د پوځ منځ ته په راتلو باندې نه يواځې سياسي ګوندونو او په ټولنيزو اړیکو سختې نيوکې شوې وې بلکې د اسلام اباد هايي کورټ جسټس شوکت عزيز صديقي پرې هم سخت غبرګون ورکړی ؤ چې پوځ څوک دی چې د منځګړي رول لوبوي.

د قامي اسمبلۍ سپيپکر ويلي دا وخت چې په ملک کې کوم حالات روان دي دغه ډول حالات يې د پوځي امر پروېزمشرف په دور (۲۰۰۲)کې هم نه ؤ ليدلي.

هغه زياته کړې نن سبا ملک د غېريقيني حالاتو سره مخ دی، د بهرنو نه کورنۍ خطرې ډېرې خطرناکې دي او پاکستان د دښمنانو په منځ کې ګېر دی.

اياز صادق د پاکستان تحریک انصاف ډلې ته په اشارې کولو سره ويلي په پارلیمان کې موجود مخالفه ګوندونو کې د يوې ډلې نه علاوه نورې ټولې غواړي چې حکومت خپله موده پوره کړي.

صادق دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پرون د چهارشنبې يا شورو په ورځ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ويلي که د وخت نه وړاندې انتخابات ونشو نو د ملک په کورنو جګړو کې د ښکېل کېدو اندېښنه ده.

هغه ويلي د ملک په معاشي توګه ښه کولو دپاره دې زر تر زره انتخابات وکړی شي.

اياز صادق په خپلو کې ويلي په تېرو ورځو کې په کراچۍ کې داېم کيواېم پاکستان او پي اېس پي ډلو يو کېدل او بيرته بيلېده هم عامه خبره نه وه.

د پي اېس پي مشر مصطفی کمال ویلي ؤ دوي ملکي اسټبلشمنټ يو کړي وو.

بل لور ته د بهرنو چارو وزير خواجه اصف ويلي اسمبلۍ به خپله موده پوره کوي او ملکي حالات ښه دي.

په عېن حال کې چې د قامي اسمبلۍ اسپيکر د حکومتي مودې نه پوره کېدو اندېښنه څرګنده کړې مذهبي سياسي ګوندونو د متحده مجلس عمل (اېم ای ای) بيا په ځای کولو اعلان کړی دی.

جمعيت علمااسلام (ف)، جماعت اسلامي،جمعيت علما پاکستان، مرکزي جمعيت اهلحديث او اسلامي تحريک پاکستان د اېم اېم ای برخه دي.

په اېم اېم ای کې شامل جمعيت علما اسلام د مسلم ليګ ن دمرکزي حکومت سره په اتحاد کې ده او جماعت اسلامي په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت اتحادي ده.

څيړونکي وايي د سياسي ګوندونو د خپلمنځي اختلافاتو له امله هم احتمال دی چې دغه دواړه ډلې اتحاد مات کړي. د اېم اېم ای د جوړېدو په وخت هم دغه اعلان شوی چې د اتحادي حکومتونو پرېښودو دپاره تګلاره جوړول کيږي.

دوه مياشتې وړاندې د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ویلي ؤ ټولې ملکي ادارې پوځ او حکومت په یو مخ دي، خو د اسلام اباد د احتجاجي پرلت وروستو په دغه اړوند پوښتنې راولاړې شوې وې، او احسن اقبال بيا ويلي ؤ د پوځ په منځګړيتوب د خبرو پرته ورسره بله لار نه وه پاتې.

د قامي اسپيکر ويلي ضروري نه ده چې په ملک کې به مارشل ولګي يا پوځ به راشي په نورو لارو هم حکومت لرې کېدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG