لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان نه ۲۱ؤ نړیوالو سازمانونو ته د وتلو امر شوی
تازه خبر

پاکستان نه ۲۱ؤ نړیوالو سازمانونو ته د وتلو امر شوی


دغو سازمانونو ته دخپلو دفترونو دتړلو اؤ دهیواد پریښودلو دپاره دوه میاشتې مهلت ورکړل شوی دی.
دغو سازمانونو ته دخپلو دفترونو دتړلو اؤ دهیواد پریښودلو دپاره دوه میاشتې مهلت ورکړل شوی دی.

دپاکستان حکمت هیواد کې په فعالیت بوختو ۲۱ؤ نړیوالو غیردولتي سازمانونو ته دخپلو فعالتونو دختمولو اؤ هیواد څخه د وتلو امر کړی دی.

چارواکي وایي پاکستان کې چې دوه کاله دمخه د غیردولتي سازمانونو فعالیت دپاره کوم سخت قوانین غوره کړل شوي دغو سازمانونو دهاغه قوانینو په اساس ځانونه سردوباره نه دي راجسټر کړي.

خبري شبکې ای پي دپاکستان د لوړ پوړو سرکاري چارواکو له خولې ویلي چې کومو غیر دولتي سازمانونو ته دځان دسردوباره راجسټر کولو وینا شوې وه هغې کې دجورج سوروز دخیریه موسیسې ” اوپن سوسائټي فاؤنډیشن” اؤ دجنوني افریقې د“ایکش ایډ” نومونه هم شامل دي خو کومو نورو موسیسو ته چې دفعالتونو ختمولو امر شوی دهغوئ نومونه مخې ته نه دي راغلي.

دغو سازمانونو ته دخپلو دفترونو دتړلو اؤ دهیواد پریښودلو دپاره دوه میاشتې مهلت ورکړل شوی دی.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې حکومت د۱۹ؤ نورو بین المللي سازمانونو د کاغذونو جاج هم اخلي چې له هغې وروسته به ددغو سازمانونو په هکله غوڅه پریکړه کوي.

داوپن سوسائټي فاونډیشن ویاند جوناتهن برچال پخلی کړی چې دپاکستان دکورنیو چارو د وزارت نه ورته د سردوباره رجسټریشن څخه دانکار لیک ترلاسه شوی خو هغه په دغه لړ کې یې دنورو جذئیاتو ښودلو نه ډډه کړې ده.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د کورونو چارو وزارت دوئ اؤ نورو سازمانونو ته دوؤ میاشتو کې دننه دپاکستان دننه دفعالیتونو ختمولو امر کړی دی.

بیان کې ویل شوي وؤ چې په کال ۲۰۱۵م کې دپاکستان دننه ټولو غیر دولتي سازمانونو ته امر شوی ؤ چې ځانونونه سر دوباره دکورنیو چارو وزارت سره راجسټر کړي.

دغو سازمانونو ته دا هم ویل شوي وؤ چې دخپلو پنګو اؤ بانکي اکاؤنټونو په بابله ټول معلومات هم باید دکورنیو چارو وزارت کې جمع کړي.

د اوپن سوسائټي فاونډیشن په بیان کې واضحه کړل شوې وه چې” د نومبرپه وروستیو کې دکورنیو چارو د وزارت لخوا د ۱۲ؤ نه زیاتو سازمانونو ته دیو لیک دلارې وویل شول چې دهغوئ د رجسټریشن خواست رد کړل شوی خو د رد کیدلو هیڅ وجه نه ده ښودل شوې”

په پاکستان کې دنړیوالو سازمانونو یوې استازې ادارې پاکستان هیومینیټیرن فورم وایي دا مهال پاکستان کې دهغوئ دکارونو څخه خواوشا دوه لکه اؤ ۹۰ لکه کسانو ته ګټه رسیږي.

دغه تنظیم وایي چې تیر کال یې پاکستان کې د پرمختیایي اؤ اؤ بیړنو مرستو په لړ کې ۲۸کروړه اؤ ۵۰لکه ډالر مصرف کړي اؤ پینځوؤ زرو ځایې خلکو ته یې روزګار ورکړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG