لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د پوځي عدالتونو او غيرقانوني قيد په اړه د ملګرو ملتونو پر اندېښنو غور کوي


د پاکستان حکومت د بشري حقونو سازمانونو او خپلو بېلابېلو وزارتونو او ادارو ته د ملګرو ملتونو له سپارښتنو سره سم د هېواد په عادي چارو کې د پوځ مداخلت کمولو او د پوځي عدالتونو ختولو لپاره د گامونو پورته کولو امر کړی دی.

ډان انګرېزي ژبې ورځپاڼې ليکلي د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره اړونده ادارې دې په قانوني او ملکي تګلاره او انتظامي چوکاټ کې دننه دې ګامونو پورته کړي.

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک سازمان صوبايي مشر دوست محمد خان ډيوه رېډيو ته وويل، چې دغه ټولې سپارښتنې د ملګرو ملتونو له منشور سره سمې دي او بايد پاکستان د ملګرو ملتونو له وينا پرته عملي کړې واى:

"د ( اېډ آف سول پاور) قانون په اړه کومې سپارښتنې چې ملګرو ملتونو کړې دي، ما د يو وکيل په حيث او زموږ مشرې عاصمه جهانګير په شريکه سپريم کورټ ته درخواست ورکړى وو او دا قانون مو چېلنج کړى وو، چې دا د آيين او د بنيادي بشري حقونو خلاف دى، خو تر اوسه سپريم کورټ دغه قضيې مخې ته را نه وړې او ارزښت نه ورکوي".

په ېو وروستي رپورټ کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې پر پوځي عدالتونو، غيرقانوني قيد او د افغان کډوالو پر ځورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملگرو ملتونو پر پاکستان غږ کړى چې په قبايلي او نيمو قبايلو سيمو کې د حراستي مرکزونو د جوړښت په برخه کې د پوځ د واک را کمولو لپاره دي د ٢٠١١م کال په (اېډ آف سول پاور) قانون کې بدلون راولي

د هېواد د بشري حقونو د مرکزي وزارت له اړخه د خپرې شوې اعلاميې په بنياد ليکي، چې په دوه زره شپاړسم او اوولسم کلونو کې يې د پاکستان له خوا ملګرو ملتونو ته د هېواد د بشري حقونو رپوټونه وړاندې کړي وو او ځينې سپارښتنې يې ورته کړې وې، چې له اسلام اباده يې په هېواد کې دننه د مرګ پر سزا د بنديز يا بشپړې ختمېدنې غوښتنه کړې وه او دا يې هم ځنې غوښتي وو چې که ممکنه وي د پوځي عدالتونو له خوا دي عادي مجرمينو ته د مرګ سزا نه ورکول کېږي.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو په سپارښتنو کې دا هم ويل شوي دي چې د پاکستان په قبايلي او نيمو قبايلي سيمو کې دي د زندانونو په جوړښت کې د پوځ د اختيار ختمولو لپاره د ٢٠١١م کال د ملکي ځواک د مرستې يا (اېډ آف سول پاور) په قانون کې بدلون راوستل شي يا دي دغه قانون بېخي ختم کړل شي او وايي اسلام اباد دې باور ورکړي چې په هېواد کې دې هيڅوک هم په پټو زندانونو کې نه ساتل کېږي

ملګرو ملتونو د ٢٠١٥م کال په پوځي ايکټ کې راوستل شوي بدلونونه هم په ګوته کړي دي او غوښتنه يې کړې چې د امنيتي ادارو په زندانونو کې پر تورنو بنديانو تشدد کوونکيو سرکاري مامورينو ته دي هم له قانون سره سمه سزا ورکړل شي

دوست محمد خان وايي په پاکستان کې حکومتونه دومره کمزوري دي، چې د هېواد په آيين کې شامل بنيادي بشري حقونه هم خلکو ته نه شي ورکولاى او په هېواد کې داسې قوتونه شته، چې په ظاهر نه ښکاري، خو په وينا يې هر کار کېږي:

"زموږ بدمرغي دا ده چې حکومتونه مو هم مات ګوډ دي، اراده يې هم نه شته او د خلکو ملاتړ هم ورسره نه شته، ځکه نو زه فکر نه کوم چې پر دغو سپارښتنو دي عمل وشي"

رپوټونه وايي چې د پاکستان د پوځ تر واک او څارنې لاندې په قبايلي او نيمو قبايلي سيمو کې اوس هم داسې زندانونه شته، چې ګڼ شمېر کسان پکې بنديان دي. څه موده مخکې سپريم کورټ د نادرکه کسانو د قضيې د اورېدنې په مهال له چارواکيو غوښتي وو، چې په دغو زندانونو کې په غير قانوني توګه د بندي کسانو په اړه دي رپوټ ورته وړاندې کړي

ملګرو ملتونو دا هم ويلي چې په پوځي عدالتونو کې په سزا محکوم شوو مجرمينو ته دي دا حق ورکړل شي، چې په سول عدالتونو کې د خپلې سزا په ضد درخواست ورکړي.

XS
SM
MD
LG