لاس رسیدونکی لینک

 
سعودي عرب ښځو ته د موټرسايکل او ټرک چلولو اجازه هم ورکړه
تازه خبر

سعودي عرب ښځو ته د موټرسايکل او ټرک چلولو اجازه هم ورکړه


په سعودي عرب کې به ښځې د راتلونکي کال د جون د میاشتې راهسې ګاډي چلولی شي
په سعودي عرب کې به ښځې د راتلونکي کال د جون د میاشتې راهسې ګاډي چلولی شي

د سعودي عرب حکومت اعلان کړی په دغه هېواد کې به ښځې اوس موټر سايکلې او ټرکونه چلولی شي او د دې سره به هغوي د ټرېفک پوليس په توګه هم ګمارل کيږي.

د سعودي عرب د سړک د حفاظت د انتظام ادارې ويلي، ښځو ته د موټر سايکل او ټرک چلولو اجازه د ستمبر د هغې پرېکړې په رڼا کې شوې چې ښځو ته پکې د ګاډي چلولو اجازه ورکړی شوې وه.

په سعودي عرب کې به ښځې د راتلونکي کال د جون د میاشتې راهسې ګاډي چلولی شي او په دغه اړوند د ښځو او سړو دپاره يو ډول قاعده يا قانون جوړول کيږي.

د سعودي باچا سلمان روان کال د ستمبر د میاشتې په ۲۶م د ښځو د ګاډي چلولو د اجازې ورکولو اعلان کړی ؤ.

د ټرېفک سره اړونده ادارې چارواکو ويلي په سړکونو د ګزمو او څار دپاره به ښځې د ټرېفک پوليس محکمه کې ګمارل کيږي.

سعودي عرب ۳۵ کاله وروستو د سنېماګانو بيرته پرانستو اعلان هم کړی دی.

د سعودي عرب د کلتور او اطلاعاتو وزير عوادالعواد ويلي په سعودي عرب کې سنېماګانو ته د لائسنس په ورکولو کار پېل کړی شوی او يله يې څرګنده کړې چې د مارچ ۲۰۱۸م پورې به سنېماګانې د خلکو دپاره پرانستی شي.

د ۸۰م د لسيزې وروستو دا وړومبی ځل دی چې د سعودي عرب حکومت سنېماګانو ته لائسنس ورکوي او ويل کيږي چې د کال ۲۰۳۰م پورې به په سعودي عرب کې د سنېماګانو شمېره د ۳۰۰ نه زياته شوې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG