لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د۱۱ افغان خبریالانو په ګډون سږکال نړۍ کې ۶۸خبریالان وژل شوي


Peshawar Journalists protest 1
Peshawar Journalists protest 1

دافغانستان اؤ پاکستان د ۱۵ؤ خبریالانو په ګډون سږکال په ټوله نړۍ کې ۶۸ خبریالان وژل شوي چې نهه پکې میرمنې هم شامل دي.

دخبریالانو دخوندیتوب نړیوال سازمان (انټرنیشنل نیوز سیفټي انسټیټیوټ) خپل یو تازه راپور کې ویلي چې دتیرو اتوؤ کلونو په مهال دسړو خبریالانو په پرتله د ښځو خبریالانو د وژنو پیښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

تیر کال په ټوله نړۍ کې ۱۱۲ خبریالان وژل شوي وؤ چې پکې درې ښځې خبریالانې هم شامل وې .

خو په کال ۲۰۱۵م کې بیا ۱۰۱ خبریالان وژل شوي وؤ چې دښځو شمیره پکې ۱۰ وه.

سږکال خبریالانو دپاره دتر ټولو خطرناکو هیوادونو په نوملړ کې د افغانستان،میکسیکو،عراق ، شام اؤ فلسطین نومونه شامل وؤ خو ۳۲ خبریالان په داسې هیوادونو کې هم وژل شوي چې هغه خبریالانو دپاره پرامنه ګرځول شوي دي.

په وژل شوؤ خبریالانو کې ۱۱ کسان دافغانستان په بیلابیلو بیلو سیمو کې اؤ څلور نور په پاکستان کې وژل شوي دي.

دجولایي په میاشت کې دافغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې په افغانستان کې دشپږو میاشتو په مهال د ۱۰ؤ خبریالانو د وژل کیدو ترڅنګ ۱۲ خبریالان ژوبل شوي اؤد۷۳خبریالانو په وړاندې دتاؤ تریخوالي پیښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې دخبریالانو دحقونو سازمان فریډم نیټ ورک پخپل یو راپور کې وایي چې سږکال یوازې د اکتوبر اؤ نومبر په میاشتو کې په پاکستان کې په خبریالانو شوؤ بریدونو کې ۲۱ خبریالان وژل شوي.

د راپور له مخې دپاکستان دوه قبائیلي خبریالان نیول شوي ،شپږ دنظارت لاندې ساتل شوي، په یو د تښتونې مقدمه جوړه کړل شوې ، په سوؤنو نور ګواښل شوي اؤ بلوچستان ایالت کې په لسګونو پریس کلبونه تړل شوي .

د ایي این ایس ایي ډائریکټره هنناه اسټورم وایي په کال ۲۰۱۷ کې وژل شوؤ ۶۸ؤ خبریالانو د خپلو صحافتي دندو ترسره کولو دروند قیمت ورکړی اؤ هغوئ سازمان دغو ټولو خبریالانو ته د جنس، قامیت اؤ مذهب له امتیاز پرته پیرزوئنې وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG