لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني سنیټیرانو هیواد کې دامریکایي برید اندیښنه ښودلې


فرحت الله بابر ویلي هغه اندیښنه لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې پخپل سر عملیات وکړي.

پاکستاني سنیټیرانو دامریکایي چارواکو لخوا پاکستان ته په ورکړل کیدونکو ګواښونو اندیښنه ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي هغوئ ویره لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې نیغ په نیغه عملیات وکړي.

دامریکا مرستیال صدر مائیک پینس تیره ورځ دکابل دناساپي سفر په مهال پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې ترهګرو ته په پناه ورکولو ډیر څه دلاسه ورکولی شي .

څیړونکي دتیرو شپارسو کالو په مهال دا دامریکا لخوا پاکستان ته ترټولو ستر اؤ سخت ګواښ ګڼي.

دجمعې په ورځ دپاکستان دسینیټ د بهرنیو چارو کمیټې ته پخپله وینا کې دبهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي “مونږ دامریکا دمرستیال صدر پینس آؤ پینټاګان په اوسنیو بیانونو اندیښمن یو ځکه پاکستان دترهګرو ټولې ځالې له مینځه وړي دي”

هغې ویلي امریکا چې دخپلې قامي سلامتیا دتګلارې په ترڅ کې په پاکستان کوم تورونه لګوي پاکستان دهغې کوټلی ځواب ورکړی اؤ امریکا هم باید زمونږ اندیښتنو ته پام وګرځوي.

دغونډې په مهال دپاکستان پیپلز پارټۍ سنیټیر فرحت الله بابر ویلي هغه اندیښنه لري چې هسې نه امریکا یو ځل بیا داسامه بن لادن د وژنې په څیر پاکستان کې پخپل سر عملیات وکړي.

سنیټیر مشاهد الله هم غونډې ته ویلي چې امریکا په سپینو ټکو کې پاکستان ته دیو اړخیزه ګامونو اخستو ګواښ کړی اؤ پاکستان ته به هم خپل ځان دحالاتو مطابق چمتو ساتل وي.

دبهرنیو چارو سکترې دسنیټیرانو غونډې ته ویلي چې دې وروستیو کې امریکایي چارواکو په پاکستان کوم تورونه لګوي پاکستان هغه په بشپړ ډول ردوي اؤ امریکا ته یې په ډاګه کړې چې دترهګرو ځالې په پاکستان کې نه شته.

هغې سنیټیرانو ته پاکستان ته دامریکې د دفاع د وزیر جیمز میټس دسفر په اړوند احوال هم تیر کړی اؤ ویلي یې دي چې په دغه لیدنه کې پاکستاني چارواکو په ګڼو معاملو جیمز میټس سره خبرې کړي اؤ ورته یې ویلي چې دافغانستان زمکه دپاکستان په ضد کارول کیږي.

په دې وروستو کې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ په روانه میاشت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې که دحقاني اؤ نورو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې ونه شلولې نو پخپلو سیمو به واک دلاسه ورکړي.

هم دغه راز تیره اوونۍ پینټاګان کانګریس ته ویلي وؤ ددواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو غځیدو باوجود به افغانستان سره لګیدلو دپاکستان سرحدي سیمو کې په یو اړخیز ډول ګامونه اخستل کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG