لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل اؤ اسلام اباد اړیکو ښه کولو دپاره بیجنګ کې غونډه کیږي


چین دامهال پاکستان اؤ افغانستان کې داربونو ډالرو په لګښت یو شمیر اقتصادي پروژې روانې کړي دي اؤ څیړونکي وایي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دخرابو اړیکو بدې اغیزې نیغ په نیغه دچین په دغو اقتصادي پروژو کیږي

ټاکل شوې ده دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دتاؤ تریخوالي کمولو په خاطر دچین په منځګړتوب د درېواړو هیوادونو غونډه راتلونکې اوونۍ په بیجنګ کې جوړیږي.

دچین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي هاؤچینک ویلي دغه غونډه د سه شنبې په ورځ(۲۶ دسمبر) راجوړیږي چې پکې به د دریواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران یو لړ هاغو مسائیلو خبرې وکړي چې دکابل اؤ اسلام اباد ترمینځ یې واټنونه پیدا کړي دي.

سږکال دجون په میاشت کې دپاکستان اؤ افغانستان د اړیکو په چټکتیا سره دخرابیدو وروستو چین چمتو والی ښودلی ؤ چې د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دریم ګړتوب ته وروړاندې شي.

دکابل اؤ اسلام اباد اړیکې دروان کال دمئ اؤ جون میاشتو کې په افغانستان کې دپرله پسې بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو څخه وروسته په زیاتې چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانې شوې دي.

افغان چارواکي خپل هیواد کې د ورانکارۍ دروان بهیر ترشا دپاکستان لاس ګڼي اؤ پاکستان دغه تورونه ردوي.

دجون په میاشت کې دقزاقستان پلازمینه کې دشنګهایي دهمکاریو دسازمان دترسره شوي سرټولنې په موقعه افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دچین صدر شي جین پینګ خپلو کې لیدلي وؤ اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ یې دکشالو ختمولو په خاطر د درې اړخیزه غونډو په راجوړولو اتفاق کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG