لاس رسیدونکی لینک

 
عطاء نور وایي ډاکټرعبدالله ورسره دلستوڼي دمار په څېرسلوک کړی
تازه خبر

عطاء نور وایي ډاکټرعبدالله ورسره دلستوڼي دمار په څېرسلوک کړی


د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرايي رئیس عطا محمد نور دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دځان په ضد په دسیسو تورن کړی اؤ ګواښ یې کړی چې که عبدالله ده سره غاښونه جنګوي نو غاښ به یې وباسي.

مزار شریف کې د خپل ګوند دیو پخواني سیمه اییز مشر ذبیح الله په یاد جوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې هغه ویلي چې اوس هم د بلخ والي دي اؤ دهیچا سرزوري به ومني.

تیره اونۍ دافغانستان داولسمشر ماڼۍ ارګ اعلان کړی ؤ چې اولسمشر اشرف غني د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور استعفی منلې او پر ځایې یې انجینر داؤد نوی والي ټاکلی دی.

هغه ټینګار وکړو چې د چا د مکتوب پر بنسټ د بلخ د ولایت مقام نه پریږدي او زیاته یې کړه "که چا یو ګام وړاندې کیښودو زه لس ګامه مخکې کیږم، زه باد راوړی مامور نه یم،د جمهور رئیس په کاغذ ګمارل شوی مامور نه یم، دلته دې اشتباه نه کوي"

وايي، د هغه د دندې په اړه د خپل ګوند له پریکړې پرته د بل چا اقدامات ورته د منلو وړ نه دي.

په دغه موقعه ښاغلي‌ عطاء نور زیاتې نیوکې دافغانستان په اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وکړې اؤ وئ ویل هغه ورسره د لستوڼي دمار په څیر سلوک کړی دی.

نوموړي زیاته کړه د اشرف غني نه ګیله نه لري خو عبدالله نه ځکه ګیله کوي چې هغه داجرائیه ریاست مقام ته هم ده رسؤلی اؤ اوس دده په ضد توطیې جوړوي.

د ښاغلي نور پر وینا، اجرائیه رئیس عبدالله د جمعیت نوماند دی او دغه ګوند حق لري، چې نوموړی له دندې لرې او یا هم ورته د پریکړو د منلو او نه منلو په اړه لارښوونه وکړي.

پخواني والي وویل که د جمعیت رهبري ورته د ارګ د پریکړې په وړاندې د ودریدو مشوره ورکړي، دی به ورباندې عمل وکړي.

ښاغلي نور خبرداری ورکړ، که حکومت ورسره تفاهم و نه کړي، دی به د حکومت تر پایه د والي په توګه پاتې شي.

هغه له خپلو پلویانو هم وغوښتل چې د اړتیا پر وخت مدني حرکتونه پیل کړي او ټینګار یې وکړ، که د مدني حرکتونو له لارې یې غوښتنې و نه منل شي، د خپل ګوند د رهبري شورا په مشورې سره به په نورو لارو چارو اقدام وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG