لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دير کې يو ځل بيا ښځو په ووټونو کې برخه نه ده اخستې


په خېبرپښتونخوا صوبه کې دوه ورځې وړاندې ترسره شوؤ ضمني انتخاباتو کې په کوز او بره دير ضلعو کې يوې ښځې هم ووټ نه دی ورکړی، په دغو سيمو کې چې انتخابات ترسره شوي د ښځود شپږو زرو نه زيات رجسټر ووټونه دي.

د صوبې د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد ډیوه رېډیو سره خبروکې پخلی کړی چې "د دير په دواړو ضلو کې ښځو ووټونه نه دي ورکړي او د ټاکنو کمېسون په دغه اړه د اړونده چارواکو نه غوښتي چې نه يواځې په دیر کې بلکې که په نوروځايونو کې هم ښځو ووټونه نه وي ورکړی ادارې ته راپور ورکړی شي".

نوموړی وایي کره شمېره نه شي ویلی خو د پينځه ؤ زرو نه زيات ووټونه په دير کې په دغو سيمو کې رجسټرډ دي.

د دير دغه سيمې چې ښځو پکې ووټونه نه دي کارولي په دې کې د جماعت اسلامي ډلې د مشر (امير) سراج الحق او د خزانې صوبايي وزير مظفرسيد پلارنۍ سيمې (انتخابي حلقې) هم شامل دي.

په دغو علاقو کې د ثمر باغ، داروړې او جندول سره نورې سيمې هم شامل دي.

خېبرپښتونخوا کې دوه ورځې وړاندې د ښاروالۍ ( بلدياتي) په بېلابيلو ۱۸۰ چوکو انتخابات شوي دي.

په دير کې د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې فعاله شاد بېګم وايي، " په دیر کې د ښځو د ووټ نه کارولو څو علتونه دي چې يو پکې د الېکشن کمېشن په اصلاحاتو کې کمزورۍ دي چې ښځو ته د ځانله پولينګ سټېشن برابرتيا وکړي او که څوک ښځې د ووټ د حق نه محرومه وساتي هلته دې نتيجې ونه مني خلک به په خپله ښځې رااوباسي".

خو شاد بېګم د دې ترڅنګ په سياسي ګوندونو هم نيوکې کوي چې " خپله دې سياسي ګوندونه هم خلک خبر کړي پوهه دې ورکړی او د نورو ځايونو په شان دې په دير کې هم ښځې د ځان سره تر مشرۍ پورې ملګرې کړي او دوي ته دې دغه حق ورکړي".

د کوز دیر ضلعي ناظم د جماعت اسلامي محمدرسول وايي "دې ځل له نه چا څه خبره کړې او نه داسې څه منصوبه شوې ده چې ښځې به ووټ نه ورکوي خو زنانه په خپله ووټ له نه دي راغلي او داسې څه ثبوت نشته چې چا څه منصوبه بندي کړې چې ښځې دې ووټ ورنکړي".

په کوز دير ضلع کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې د سراج الحق د سېنېټر جوړېدو وروستو د هغه په حلقه پي ـ کی ۹۵ باندې د ضمني انتخاباتو په مهال سياسي ګوندونو د يوې لوظنامې لاندې په ښځو د ووټ نه ورکولو بندېز لګولی ؤ.

او وروستو بيا د ټاکنو کمېسون دغه نتيجه کالعدم ګرځولې وه.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهدخان چې د هغه تعلق هم د کوز دير سيمې سره دی وايي دې ځل له هغه ته نه ده مالومه چې سياسي ګوندونو کوم تړون کړ ی دی خو نوموړی د ښځو د ووټ نه کارولو زياته زمه واري په الېکشن کمېشن وراچوي.

نوموړی وايي "دا د الېکشن کمېشن زمه واري ده چې تپوس وکړي چې ښځو ووټ ولې نه ورکړی".

زاهدخان زياته کړه چې عوامي نيشنل ګوند خپله زمه واري پوره کوي خو الېکشن کمېشن بايدپه دغه لړ کې خپلې زمه وارۍ ترسره کړي.

د صوبې د ټاکنو د کمېسون وياند سهېل احمد وايي "د کال ۲۰۱۸م د عامو انتخاباتو دپاره الېکشن کمېشن يو کمپاين پېلوي او داسې قانون جوړ شوی چې چرته ښځو ووټ نه وي ورکړی د ټاکنو کمېسون د هغې حلقې د انتخاباتو نتيجې کالعدم کولی شي".

هغه وويل د ټاکنو کمېسون هڅه کوي چې د ووټونو د اهميت په اړوند د خلکو خبرولو اوپه خصوصي توګه د ښځو د ووټ ورکولو دپاره پوره کمپاين وچلوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG