د افغانستان پلازمينه کابل کې د ملي امنيتي ادارې د دفتر څنګ ته ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
د کورنو چارو د وزارت وياند نجيب دانش ځانمرګي بريد کې د شپږو تنو د وژنې او درېو نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی.
د دانش په خبره بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د چارواکو په وېنا ځانمرګي بريد نن د دوشنبې، ګل په سهار د کابل په شش درک سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو د تلاشۍ د پوستې سره نزدې شوی دی.
د عامې روغتيا د وزارت وياند اسماعيل کاووسي ويلي د ښار روغتون ته درې مړي راوړل شوي دي.
چارواکو ويلي ځانمرګی پلی يا په خپلو پښو روان ؤ او ځان پورې تړلو چاؤدېدونکو توکو ته يې چاؤدنه ورکړې ده.
امنيتي ځواکونه د بريد موقعې ته رسېدلي او علاقه په ګېره کې اخستې ده.
د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله د بريد وروستو د وزيرانو د شورا غونډې په خبرو کې ویلي چې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې د ملي اردو او پولیس يو يو سرتيري هم وژل شوي دي.
نوموړي عبدالله دغه بريد غندلی دی.
صدر اشرف غني هم د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي"د سولې او ثبات دښمنان هیڅ وخت د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته نشي رسېدلی، بلکې له دوی څخه هره ورځ د خلکو کرکه او نفرت زیاتېږي".
د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.
خو تېره اوونۍ داعش ډلې د ملي امنيت په هم دغه ځای کې په تربيتي مرکز د بريد زمه واري منلې وه.