لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې جومات په بمونو الوزول شوی، هلمند کې شپږ پوليس وژل شوي


د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سره په پوله پرته ننګرهار صوبه کې نامالومو وسله والو د يو زيارت جومات په بمونو الوزولی دی او په جنوبي صوبه هلمند کې په ماين چاؤدنه کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د ننګرهار د ګورنر وياند وياند عطاالله خوږياڼي پخلی کړی چې د مومندرې په ولسوالۍ کې د ګردي غوث نومې زيارت په جومات تېره شپه نامالومو وسله والو چاؤدنې کړي دي، چې له امله يې د جومات ډېری برخې ورانې شوي او په جومات کې پراته قران شريفونه او نور کتابونه هم سوځېدلې دي.

هغه ويلي د جومات ترڅنګ د زیات ودانۍ ته هم زيان اوختی دی.

ځايي خلکو ويلي له دې وړاندې هم د جومات په مهراب کې چاؤدنه شوې وه. په سمدستي ډول په جومات د چاؤدنو زمه واري چا نه ده منلې.

پرون د دشنبې په ورځ هم جلال اباد ښار کې يو ديني عالم نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

ننګرهار کې له دې وړاندې هم په جوماتونو او زیارتونو بمي چاؤدنې شوي دي.

چارواکو ويلي د پاکستان په پوله پرتې د افغانستان جنوبي هلمند صوبې په مارجه ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو په يو کاروان ماين چاؤدنه شوې ده.

چاوراکو د پېښې په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی خو پخلی يې کړی چې د دوشنبې په ورځ شوې چاؤدنه کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د دغه بريد زمه واري هم چا نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG