لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېنظيربټو چا وژلې وه؟


د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بېنظيربټو په ۲۷م دسبمر کال ۲۰۰۷م کې په راولپنډۍ ښار کې يو ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه.
د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بېنظيربټو په ۲۷م دسبمر کال ۲۰۰۷م کې په راولپنډۍ ښار کې يو ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه.

په داسې حال کې چې پاکستان پيپلزپارټي د خپلې پخوانۍ مشرې او وزيراعظمې بېنظير بټو لسم تلين نمانځي، د ګوند مشر او د بېنظيربټو زوی بلاول بټو زرداري وايي د مور د وژنې زمه وار د هاغه وخت پوځي صدر پروېز مشرف ګني.

او د پيپلزګوند سېنېټررحمان ملک وايي "په بېنظيربټو وژونکي بريد کې ککړ يو ځانمرګی اوس هم ژوندی دی".

د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بېنظيربټو په ۲۷م دسبمر کال ۲۰۰۷م کې په راولپنډۍ ښار کې يو ځانمرګي بريد کې وژل شوې وه.

د بېنظيربټو د وژل کېدو په اړوند اوس هم پوښتنې راولاړيږي او تورونه لګي چې هغه چا وژلي وه؟

په دغو تورونو کې د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف ته هم ګوته نيول کيږي او مشرف دغه تور د بېنظیرې په خاوند مخکني صدر اصف علي زرداري باندې لګوي.

بلاول د مور د وژنې زمه وار پروېزمشرف ګڼي

د بېنظيربټو زوی بلاول بټو زرداري چې دا وخت د ګوند مشر دی تور يې لګولی چې هغه د مور د وژنې زمه وار پخوانی پوځي صدر پروېزمشرف ګڼي.

نوموړي په دغه اړوند بهرنۍ ميډيا سره په خبرو کې تور لګولی چې پروېزمشرف د هغې نه ساتونکي (سيکيورټي) لرې کړې وه چې هغه د مینځه لرې کړي.

د سېنېټر رحمان ملک ادعا

رحمان ملک چې د پیپلزګوند په تېر حکومت د کورنو چارو مرکزي وزير پاتې شوی رسنیو په خبرو کې يې ویلي" د بېنظيربټو د وژنې پلټنې بشپړ شوي دي، چالان دې وکتل شي او د هغې د وژنې سازش د ميران شاه نه پېل شوی ؤ".

هغه وايي "د القاعده دوېم نمبر ابوعبېده المصري هغه په دې سازش کې شامل ؤ، د هلته نه بېت الله محسود دوه ځانمرګي بريد کوونکي بلال او اکرام ورکړي وو".

رحمان ملک په بېنظيربټو له دې وړاندې د وژونکو بريدونو تفصيل هم ويلی او زیاته کړې يې ده چې القاعده او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بېنظيربټو په وژنه پسې وو.

هغه دا هم ويلي چې په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن د کور نه ترلاسه شوؤ اسنادو کې ټي ټي پي اسامه بن لادن ته د بېنظيربټو په وژنه اومبارکي وېلې وه.

د نوموړي په وېنا په وژنه کې ککړ ټول کسان مالوم شوي دي .

د رحمان ملک وېنا "اکرام الله اوس هم ژوندی دی کوم ځانمرګی چې بېت الله محسود رالېږلی ؤ "، هغه زياته کړه "دوي ګڼي چې هغه يا په قندهار کې دی يا د مومندو سره په پوله پرته علاقه کې دی".

نوموړي د افغان صدر اشرف غني نه غوښتي چې دغه تن ونيسي پاکستان ته يې وسپاري ځکه چې د هغه سره په دغه اړوند ډېر مالومات دي هسې نه چې هغه هم په دغه کېس کې د نورو ګواهانو په رنګ ووژل شي.

پروېزمشرف د بېنظير بټو د وژنې تور په اصف زرداري لګوي

د بېنظيربټو د وژنې په وخت پوځي صدر پروېزمشرف چې دا وخت د ملک نه بهر دی د روان کال ستمبر په مياشت کې تور لګولی چې د بېنظيربټو قاتل يا وژونکی اصف علي زرداري دی، هغه ويلي چې د بېنظيربټو سره د هغې ورور مرتضٰی بټو په وژنه کې هم اصف زرداري ککړ دی.

هغه ويلي د بېنظيربټو د وژنې نه ټوله ګټه اصف زرداري ته رسېدلې ده. هغه دا هم ویلي چې بېنظيره د بېت الله محسود کسانو وژلې خو کتل دا دي چې د دې سازش په شا څوک وو.

پروېزمشرف د بېنظيربټو د وژنې په مقدمه کې اشتهاري دی.

اصف زرداري د پروېزمشرف په اړه څه وايي؟

اصف زرداري وايي که "پروېزمشرف دومره تورزن وي پاکستان ته دې راشي مقدمو ته دې مخامخ شي". اصف زرداري او بلاول د بېنظيربټو د وژنې په مقدمه کې په عدالتي کارکردګۍ هم نيوکې کوي.

د بېنظيربټود وژنې په مقدمه کې اورول شوې فېصله

د راولپنډۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د روان کال اګست په مياشت کې د بېنظیربټو د وژنې د مقدمې فېصله اورولې وه.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت قاضي اصغرخان په خپله فېصله کې د هغه وخت پوځي صدر پروېزمشرف اشتهاري ګرځولی او د هغه د جايداد د قرقي کولو امر يې کړی ؤ.

عدالت په فېصله کې د هغه وخت د راولپنډۍ د پوليس سي سي پي او سعود عزيز او اېس پي خرم شهزاد مجرمان ګرځولي دواړو ته يې ۱۷، ۱۷ کاله بند او پينځه پينځه لاکه روپۍ جرمانه اورولې وه.

په مقدمه کې بند پينځه مرکزي تورن کسان اعتزازشاه، حسنېن ګل، شېرزمان، محمدرفاقت او قاري رشيد احمد بري کړی شوي د چا په اړه چې ويل کيږي تعلق يې د تحريک طالبان پاکستان سره ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG