لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فیصل اباد:دخوښې په واده جرګې دښځې عزت لوټلی


دغه جرګې پریکړه وکړه چې دهغې عزت دې په ټوله کسه ولوټل شي اؤ بیا دجرګې دریوؤ غړو دهغې عزت په یو ځایې ولوټلو

دپاکستان دپنجاب ایالت دفیصل اباد ښار ترڅنګ دتاندلیانواله سیمې یوه میرمنه وایي دکلي دیو غریب تن سره دخوښې په واده کولو یې دکلي دزورؤرو خلکو جرګې عزت لوټلی دی.

دغه میرمن چې رقیه نومیږي دتاندلیانواله دکلي چک۴۲۹ اوسیدونکې ده خبریالانو ته یې ویلي دوه نیمې میاشتې مخکې یې دخپل یو کلیوال غلام فرید سره پخپله خوښه واده کړی ؤ اؤ په دغه واده دکلي زورور خلک خوشحاله نه وؤ.

هغې ویلي ددې اؤ میړه کورنۍ یې بېوزله دي اؤ دکلي زورور خلکو نه دا نه زغمل کیدله چې څنګه یوې غریبې ښځې پخپله خوښه د واده پریکړه وکړه نو ځکه یې ددغه پریکړې په ضد جرګه کښینوله.

رقیه بې بي ویلي دغه جرګې پریکړه وکړه چې دهغې عزت دې په ټوله کسه ولوټل شي اؤ بیا دجرګې دریوؤ غړو دهغې عزت په یو ځایې ولوټلو.

هغې دعوه کړې چې ځان سره دشوي ظلم په ضد یې ځایي پولیسو ته عریضه کړې خو پولیسو پرې څه غوږ نه دی ګرؤلی.

خو دتاندلیانواله تاڼې دپولیسو مشر مطبوعاتو ته ویلي چې رقیه خو نه تاڼې ته ورغلې اؤ نه یې ورته عریضه کړې ده.

دپاکستان په پنجاب ایالت کې زیاتره مهال دجرګو لخوا میرمنو سره دزیاتي ددغسې پیښو خبرونه مخې ته راځي خو دروان کال دنومبر په میاشت کې دخیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې هم دجرګې په فیصله یوه پیغله جینۍ دکلي په لارو کوڅو کې لوڅه ګرځول شوې وه.

دبشري حقونو سازمانونه پاکستان کې دښځو په ضد سیوا کیدونکو زیاتیو باندې اندیښنې ښایي اؤ وایي تراوسه ښځو سره زیاتي کوونکو خلکو ته محکمې داسې سختې سزاګانې نه دي ورکړي چې نور ترې عبرت واخلي

XS
SM
MD
LG