لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به ۲۰۰۰۰ امامانو ته تنخوا ورکوو


په ترهګرۍ ځپلې خیبر پښتونخوا کې ښي اړخه واکمن ایتلافي حکومت د صوبې د ۲۰۰۰۰ جامع جوماتونو امامانو ته د میاشتنۍ تنخوا(معاشونو) د ورکولو فیصله کړې ده.

حکومت وايي دا ګام یې ځکه اخیستی چې په صوبه کې امامان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د حج او اوقافو صوبایي وزیر حبیب الله خان په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"لکه په سعودي عرب کې چې هر امام ته د حکومت د بهرنیو اړیکو په اړه خطبه ورکول کېږي او دی یې خپلو مقتدیانو ته لولي. موږ هم د نېشنل ایکشن پلان له مخې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د هغو ملاامامانو مخه نیسو، چې پېژنو یې نه، له أفغانستان او بل ځای نه راځي او امامت کوي"

ایتلافي حکومت دا له امامانو سره اقتصادي مرسته ګڼلې، خو په صوبه کې بلې مذهبي ډلې جمعیتِ علمای اسلام ګوند د دوی دا ګام غندلی او دا کار یې بهرنۍ ایجنډه بللې.

په خیبرپښتونخوا کې د کرکټر عمران خان په مشرۍ ښی اړخه تحریکِ انصاف او مذهبي ګوند جماعتِ إسلامي له تېرو څلورنیمو کالو راهیسې واکمن دي.

له دې وړاندې صوبايي حکومت په ۲۰۱۶م کال کې د نوښار ضلعې د لویې دیني مدرسې دارالعلوم حقانیې لپاره هم ۳۰۰ میلیونه روپۍ اعلان کړې وې، چې په نړیواله کچه ورباندې نیوکې وشوې. حقانیه هغه مدرسه ده چې د حقاني ډلې او أفغان ‌طالبانو د وسلوالو د فکري روزنې مرکز بلل کېږي.

د حج او اوقافو وزارت د رسمي شمېر له مخې په پښتونخوا صوبه کې ټول ۷۰۰۰۰ جوماتونه دي، خو د اوس لپاره یې د صوبې د ۲۰۰۰۰ جامع جوماتونو د امامانو لپاره میاشتنۍ ۱۰۰۰۰ روپۍ تنخا ټاکلې ده، چې وايي یواځې هغو امامانو ته به ورکول کېږي، چې پاکستانیان وي او د پاکستان د وفاق المدارس رسمي سند ولري.

د یوې اندازې له مخې پر دې پلان به ۳ اربه روپۍ خرڅ راشي او تر اوسه چې د کومو سیمو د جامع جوماتونو په اړه د حج اوقافو وزارت ته معلومات ورکړل شوي، په هغوی کې پېښور، سوات، مانسهره، کوز او بر دیر شامل دي. صوبایي وزیر وايي دا د اوږدې مودې پلان دی، چې ډېرو وسایلو ته اړتیا لري.

د حج اوقافو صوبایي وزیر حبیب الله خان په دې اړه وي.او.ډیوه ته وویل:

"هسې خو پښتنو په هره حجره کې جومات جوړ کړی، خو چې زموږ په شرایطو برابر جامع جوماتونه وي، د هغو امامانو ته به دغه اعزازیه ورکول کېږي او د إسلامي ریاست ذمه واري ده."

تحریک انصاف مذهبي ګوند نه دی، خو په ښي لاسو ګوندونو کې شمېرل کېږي، چې څو کاله مخکې یې د پاکستاني طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل کېدو وړاندیز کړی وو او په قبایلي سیمو کې یې د امریکايي ډرون بریدونو په ضد پراخ احتجاجونه کړي وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG