لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:دسولې دښمنان په ترهګرۍ خپلو موخو ته نه شي رسیدلی


له دې وړاندې چې په کابل کله هم دغسې ستر بریدونه شوي نو افغان چارواکو هغې کې د زیاترو پړه په پاکستان وړاړولې ده

افغانستان ولسمشرښاغلي اشرف غني کابل کې دشوي ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي دافغانستان دسولې دښمنان هیڅکله په داسې ناوړه بریدونو خپلو شومو موخو ته نه شي رسیدلی.

دزیارت په ورځ کابل کې دیوې خبري شبکې ددفتر ترڅنګ دشیعه مسلمانانو په یو فرهنګي مرکز ځانمرګي برید کې ۴۰ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

ددغه برید څخه وروستو دافغانستان د ولسمشر دماڼۍ څخه جاري شوي دغمرازۍ یو پیغام کې ویل شوي څومره چې دافغانستان دسولې اؤ ثبات دښمنان ورانکاري کوي همدومره ورڅخه دخلکو کرکه اؤ نفرت زیاتیږي.

افغان ولسمشر پخپل دغه بیان کې نه ده واضحه کړې چې دسولې ددښمنانو نه یې مطلب ترهګرې ډلې دي که ځینې هاغه سیمه ایز قوتونه چې افغانستان یې خپل هیواد کې دناامنۍ لامل بولي.

ښاغلي غني زیاته کړې ده چې دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه په ټول توان سره دترهګرو ډلو دنابودؤلو هڅې کوي.

له دې وړاندې چې په کابل کله هم دغسې ستر بریدونه شوي نو افغان چارواکو هغې کې د زیاترو پړه په پاکستان وړاړولې ده اؤ دریځ یې خپل کړی چې دپاکستان پوځي اؤ استخباراتي ادارې طالبان اؤ نورې ورانکارې ډلې افغانستان کې ترهګرۍ ته تشویقوي.

خو پاکستان دافغان چارواکو دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان سره دامن هڅو کې هرې مرستې ته چمتو دی.

افغان ولسمشر وایي دا مهال دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې دواړو غاړو ته لږ ترلږه ۲۱ ترهګرې ډلې د ورانکارۍ په فعالیتونو بوختې دي اؤ افغان ځواکونه په نره ددغو ترهګرو ډلو سره جنګیږي.

XS
SM
MD
LG