لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهب د سپکاوي په تور بندي تن نهه کاله وروستو خوشی شوی


د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور بندي يو تن نهه کاله وروستو له هغې خوشی کړی دی چې په هغه باندې تور نه دی ثبوت شوی، توريو کوڼ او چاړه کس لګولی ؤ.

په دغه ۵۸ کلن تن باندې د کال ۲۰۰۸م د ستمبر په مياشت کې د پنجاب صوبې جنوبي سيمې بهاولنګر کې تور لګول شوی ؤ چې په يو جومات کې يې د قران پاک د پاڼو سپکاوی کړی دی او بيا په هغه باندې د مذهب د سپکاوي د ۲۹۵ ـ بي مادې لاندې مقدمه درج کړی شوې وه.

د ډان ورځپاڼۍ د راپور ترمخه په دغه کس باندې اخترمحمود نومې تن چې چاړه او کوڼ ؤ د جومات پېش امام حافظ محمد منير ته شکايت کړی او بيا په هغه خلکو تشدد کړی او پولیس ته يې سپارلی ؤ.

پوليس د دغه تن په ضد مقدمه درج کړې او د بهاولنګر سيشن عدالت هغه ته په کال ۲۰۰۹م کې د عمر بند سزا اورولې وه.

په سېنېټ کې د بشري حقونو د قايمه کمېټۍ مشره نسرين جليل ډيوه رېډيو ته ویلي، چې "قايمه کمېټۍ په دې قانون کې هيڅ بدلون نه کول غواړي مونږ په شان رسول (ص) کې سپکاوي غلط کار ګڼو،خو مونږ له پکار ده چې د مذهب د سپکاوي طريقه کار سم کړوځکه چې د مذهب د سپکاوي قانون خلک غلط کاروي".

هغې وويل "خلک دغه قانون په خپل لاس کې اخلي خو مونږ له داسې طريقه کار جوړول پکار دي چې څوک غلط تورونه لګوي هغه بيا بچ نشي او هغه ته سزا ورکړی شي او مونږ به په دې باندې کار کوو".

پاکستان کې مدني فعال او د بشري حقونو سازمانونه نيوکې کوي چې خلک زياتره د مذهب سپکاوی د شخصي دښمنو يا ګټو دپاره کاروي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي معامله ډېره حساسه ده او د مذهب د سپکاوي د جرم سزا مرګ دی.

بهاولنګر کې تورن تن باندې په کال ۲۰۱۴م کې د لاهور هايي کورټ هغه ته اورول شوې سزا په ځای ساتلې خو بيا سترې محکمې دغه مقدمه اخستې اوپه تور بندي تن ته يې سرکاري وکيل ورکړی ؤ ځکه چې دغه تن د وکيل کولو د پېسو وس نه درلود.

د سترې محکمې په اورېدنه کې د دفاع وکيل ويلي چې استغاثې کوم شواهد عدالت ته وړاندې کړي هغه د ګواه د قانون په معيار پوره نه خيژي.

د جمعې د ورځې په اورېدنه کې د دفاع وکيل عدالت ته دا هم ويلي چې په دغه تن تور يو داسې سړي لګولي چې هغه کوڼ او چاړه دی ځکه دغه معذوره تن ګواه نشي جوړېدی او په مقدمه کې پلټنې د قانون په معيار سمې نه دي.

د سترې محکمې قاضي دوست محمد او قاضي فايز عیسٰی د دليلولونو اورېدو وروستو تورونه دروغژن ګرځولي او تورن کس يې بري کړی دی.

پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول راپورونه خپريږي او مدني فعال نيوکې کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون خلک په شخصي تاؤ تريخوالي يا دښمنو کې کاروي، خو په ښکاره د دغه قانون په اړوند ډېر خلک د بحث کولو نه ډډه کوي.

دبشري حقونو نړيوالې ډلې د پاکستان د حکومت څخه د مذهب د سپکاوي موجوده قانون کې د بدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هېواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور کې ګڼ شمېر مسلمانانو او نورو مذهبونو والو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي او ځينې پکې بيا د کمزوري ګواه له امله خوشي شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG