لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې د داعش ۶۵ تندلاري وژل شوي


افغان چارواکو ادعا کړې پاکستان سره په پوله پرته ختيځه صوبه ننګرهار کې د داعش په ضد د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۶۵ داعشيان وژل شوي دي.

افغان رسنيو د ننګرهار د والي د وياند عطاالله خوږياڼي له خلې ويلي افغان ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، انګوره او خواوشا علاقو کې هوايي او ځمکني عمليات کړي او د داعش د ۶۵ پورې تندلاري يې وژلي دي.

خوږياڼي په دغو عملیاتو کې د ۱۸ داعشيانو د ژوبلېدو ويلي او زياته کړې يې ده يو ملکي وګړی هم پکې وژل شوی اود يوې ښځې او ماشوم په ګډون عملياتو کې ۱۳ نور تنه هم ژوبل شوي دي.

هغه ويلي داعشيان د عامو خلکو په کورونو کې پټ شوي ځکه په عملياتو کې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوختې ده.

پرون د ګل، دوشنبې په ورځ هم د دفاع وزارت په ننګرهار کې د داعش د ۱۱ تندلارو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ.

دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې د اتوار، يکشنبې په ورځ ننګرهار کې د يوې جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري چا نه وه منلې.

خو له دغې وړاندې په پلازمينه کابل کې د شيعه مسلمانانو په يو فرهنګي مرکز کې ترسره شوي ځانمرګي برید کې د ۴۰ نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو، داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په وروستيو کې په افغانستان کې د روس سفير ادعا کړې وه چې د دغه هېواد په شمالي برخو کې د ۱۰زرو پورې داعشيان شتون لري، خو د دفاع وزیر وېس احمد برمک ويلي د داعشيانو شمېره دومره ډېره نه ده.

داعش په کال ۲۰۱۵م کې ختيځ افغانستان کې سر راپورته کړی او د امريکايي شمېرو ترمخه ۳۰۰۰ تندلاري ورسره وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG