لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاع وزیر:پاکستان کې دامریکایي عملیاتو احتمال ناشونی نه دی


ددفاع وزیر وایي چې اوس ددواړو هیوادونو اړیکې تقریباً ختمې شوي دي
ددفاع وزیر وایي چې اوس ددواړو هیوادونو اړیکې تقریباً ختمې شوي دي

دپاکستان ددفاع وزیر ښاغلي خرم دستګیر ویلي امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ یو د خوراور ذهن انسان دی ځکه نو دامریکا لخوا پاکستان کې دنیغ په نیغه عملیاتو احتمال دنظره نه شي غورځول کیدی.

دغه خبرې هغه وروسته له هغې دبرتانیې خبري شبکې سره په مرکه کې کړي چې دنوي کال په لمړۍ ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې وویل پاکستان امریکا نه په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستې خو ددې په بدل کې یې ورته یوازې دروغ اؤ دهوکه ورکړې ده.

دصدر ټرمپ دغه څرګندونو پاکستان کې سخته بې قراري پیدا کړې ده اؤ دپاکستان ددفاع وزیر وایي چې اوس ددواړو هیوادونو اړیکې تقریباً ختمې شوي دي،

ښاغلي دستګیر وویل چې دافغانستان جګړه به دپاکستان په زمکه نه کیږي اؤ که امریکا داسې هیله لري نو باید په ډاګه وي ورته چې داسې به ونه شي

ددفاع د وزیر په وینا “که امریکا افغانستان کې ناکامي دپاکستان غاړي ته اچوي نو مونږ به دافغانستان مسولیتونه پخپله اوږه وانه خلو،پاکستان دافغانستان دخپلواکۍ درناوي کوي خو دافغانستان هم فرض دی چې زمونږ دخپلواکۍ درناوی وکړي”

امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او په خصوصي توګه حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او اؤ دخپلو دغو پټو ځالو نه افغانستان کې ترهګري کوي.

خو دپاکستان ددفاع وزیر وایي چې پاکستان کې دترهګرو خوندي ځالې نشته اؤ که څه باقیات یې پاتې هم وي نو د ردالفساد عملیاتو په اساس له مینځه وړل کیږي.

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا پخپل سر پاکستان کې دحقاني ډلې ، کوم بل تنظیم یا شخص په ضد عملیات کولی شي نو هغه وویل “ډانلډ ټرمپ خور اور ذهن لري ځکه نو داسې کوم احتمال رد کیدلی نه شي خو بیا هم زمونږ په نظر دداسې عملیاتو احتمال ډير کم اؤ امریکا پوهیږي چې له دې وروسته به پاکستان سره هم څه لار نه پاتې کیږي”
هغه دا هم وویل چې امریکا ته اوس هم دملګرتیا دمرستې په پنګو کې دپاکستان ۱۰ اربه ډالر پورې دي خو پاکستان دخپل پوځ اړتیاوې پخپله پوره کولی شي اؤ اوس دمرستو په ودرؤلو په پاکستان خپله خوښه نه شي تپل کیدلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG