لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې په لمړي ځل د ښځو د ستونزو اورېدو دپاره ناسته شوې


د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په لمړي ځل داسې ناسته (کهلي کچهري) راجوړه شوې چې پکې ښځې په خپله دوي ته ورپېښې ستونزې په ډاګه څرګندې کړي.

دغه ناسته چې نن د پنجشنبې، زيارت په ورځ د چارسدې د ضلعي انتظاميې لخوا راجوړه شوې پکې د چارسدې د مختلفو برخو نه يو شمېر ښځو ګډون وکړو.

د ضلعي د مرستيال کمشنر منتظرخان او پوليس مشر (ډي پي او) ظهورخان افريدي ترڅنګ د نورو ادارو د چارواکو په وړاندې ښځو د بېلابيلو ستونزو يادګېرنه وکړه خو ښځو ته په کورني ژونداو دې سره نورو ورپېښو مسلو باندې يې د شکايت څخه ډډه وکړه.

ډيوه رېډيوچې په دغه ناسته کې ګډون کوونکې يوې ښځې نه وپوښتل چې تاسو ولې په خپل کورني ژوند کې د تشدد، د غېرت په نوم وژنو، په ناخوښۍ د ودونو، وراثت او دې سره اړونده نورو ستونزو باندې شکايت ونه کړو؟

په ځواب کې هغې ځان د افسربېګم په نوم معرفي کړو او وې يې ويل په دغه ټولنه کې ښځې د سړو د ويرې ډېرې خبرې نشي کولی او که څه وايي لا پسې د ډېرو ستونزو سره مخ کیږي.

هغې وويل "لکه ښځې د کور خبرې بهر نشي راويستی ويريږي د غېرت په نوم او په کور دننه تشدد، وراثت خبرې نشي کولي بیا ورله وروڼه او خاوندان دهمکيانې ورکوي".

په ناسته کې زياترو ګډون والو ښځو په علاقه کې د سکولونو په اړوند شکایتونه وکړه لکه يوې مېرمنې وويل "چې په سکول کې استازه په ماشومانو تشدد کوي".

ځينو پکې په علاقه کې د بجلۍ د نشتوالي، د صحت سره اړونده او په لارو کې د خځلو شکايتونه وکړه چې بايد د دغو ستونزو حل رااويستی شي.

مرستيال کمشنر منتظر خان وويل دوي د ښځو دغه ګام ستايي چې شکايتونه يې وړاندې کړه او د وړاندې شوؤ شکايتونو د حل کولو حکم يې جاري کړو.

هغه زياته يې کړه " که څوک په داسې ناستو کې خپل شکايت يا خبره نشي کولی بايد نېغ په نېغه دوي سره تماس ونيسي".

دغه ډول ډي پي او ظهورخان افريدي وويل په صوبه کې د هر ډول جرم يا تشدد دپاره قوانين موجود دي که څوک کومه ستونزه هم لري دوي ته دې شکايت وکړي په ضد به يې په فوري توګه اقدامات کولی شي.

پاکستان کې د بشري حقونو د سازمان د شمېرو ترمخه په تېر ۲۰۱۷م کال کې پاکستان کې په ښځو د کورني تشدد د ۲۰۰۰ نه پېښې ثبت شوي چې پکې د ۵۰۰ نه زيات ښځي او سړي د غېرت په نوم وژل شوي هم دي.

د بشري حقونو دپاره کار کوونکي وايي په ښځو د تشدد او د هغوي د غېرت په نوم د وژنو ډېری پېښې ثبت هم نشي او ډېر خلک بیا دغه ډول پېښې پټې ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG