لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا:پاکستان به خواوشا د دوؤ اربو ډالرو دمرستو نه لاس وینځي


دغه مرستې به ترهغې ځنډلې وي چې ترڅو پاکستان دحقاني ډلې اؤ افغان طالبانو په ضد پریکړه ایز ګامونه نه وي اخستي

امریکا ویلي دي پاکستان ته چې یې کومې مرستې ځنډولي دهغې په اساس به دغه هیواد دخواوشا دوؤ اربو ډالرو څخه لاس ووینځي.

خو په عین حال کې دپاکستان پوځ ویلي دعزت په قیمت امریکایي مرستې نه غواړي اؤ له دغو مرستو پرته هم دپاکستان پوځ مضبوط دی.

دجمعې په ورځ یو امریکایي چارواکي وویل “پاکستان ښه ډیر وخت په لاس کې لرو چې ووایي هو زمونږ غوښتنې سپارښتنې مني”

دغه چاروکي وویل امریکا چې پاکستان څخه کومې هیلې لرلې هغه یې په ډاګیز ډول پاکستان ته ویلې وې خو څه رقم ګامونه چې امریکا غوښتل پاکستان هغه وانه خستل.

امریکا د پنجشنبې په ورځ دپاکستان دپوځي‌ مرستو ودرؤلو اعلان کړی ؤ‌ اؤ ویلي یې وؤ دغه مرستې به ترهغې ځنډلې وي چې ترڅو پاکستان دحقاني ډلې اؤ افغان طالبانو په ضد پریکړه ایز ګامونه نه وي اخستي.

امریکایي چارواکو په ډاګه کړې ده چې پاکستان ته د ورکړل کیدونکو پوځي مرستو ودرؤلو سره به دیو ارب ډالرو په پوځي سامانونو اغیزه کیږي اؤ دترهګرۍ په ضد دجګړې لګښتونو دپاره به هم پاکستان ته ۹۰ کروړه ډالر نه ورکوي.

له دې وړاندې دامریکا د بهرنیو چارو دمحکمې ویاندې هیدر نوئرټ ویلي وؤ‌چې دتیراګست په میاشت کې پاکستان ته دپوځي سامانونو اخستو دپاره د۲۴ کروړو اؤ ۵۵لکو ډالرو مرستې هم ودرول شوې وې.

ویاندې ویلي وؤ چې دپاکستان لخوا دترهګرو په ضد د کوټلو عملیاتو نه کیدلو له امله افغانستان کې په امریکایي ځواکونو هم بریدونه کیږي اؤ امریکا به دغه مرستې ترهغې پاکستان ته نه ورکوي ترڅو چې یې دطالبانو اؤ حقاني ډلې په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي

XS
SM
MD
LG