لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: افغانستان د پاکستان دپاره يو وارې بيا چېلنج


پاکستان د ۱۹کلنو د نړيوال کرکټ سياليو غوره لوبډله ګڼل کیږي خو افغانستان ورته يو وارې بیا د چېلنج لوبډلې په توګه مخې ته راتلی شي ځکه چې د اسياکپ ۱۹ کلنو په فاينل کې يې ورته ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۱۸م د ۱۹ کلنو د نړيوال کپ لمړۍ سيالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټاکل شوې ده.

پاکستان د ۱۹کلنو د کرکټ په نړيوالو سياليو کې غوره لوبډله ګڼلی شي او دې لوبډلې په کال ۲۰۰۴م او ۲۰۰۶م کې پرله پسې نړيوالې سيالۍ ګټلې او درې ځله د سياليو فاينل ته رسېدلی ؤ.

خو دې ځل پاکستان د افغانستان لخوا د سخت چېلنج سره مخ کېدی شي ځکه چې د اسياکپ د ۱۹ کلنو فاينل کې افغان لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

افغان ستوری لوبغاړي منيررياض په د اسيا کپ ټورنامنټ کې اته لوبغاړي سوځولي او شاهين افریدي د لوبډلې مهم بالر دی، او اسپېنر بالر۱۶ کلن مجيب زدران هم په دې ډله کې ليدل کېدی شي چې د اسيا کپ په فاينل کې د پاکستان پينځه لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۳ رنزونه یې ورکړي وو.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د اسيا کپ فاينل کې پاکستان ته په ۱۸۵ رنزونو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان لوبډلې ـ پاکستان ته د ګټې دپاره د ۲۴۹ رنزونو هدف ورکړی او په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور کې په ۶۳ رنزونو اؤټ شوی ؤ.

د افغانستان صدر اشرف غني او اجرايي رئيس عبدالله عبدالله د ۱۹ کلنو لوبډلې ته مبارکي ويلې او افغانستان کې په غټه کچه دغه خوشحالي نمانځل شوې وه.

د اسيا کپ نه وړاندې د افغانستان لوبډلې ماتې نه وه خوړلې او په اسياکپ ګټلو د ۱۹ کلنو نړیوالو سياليو کې د برخې اخستو جوګه شو.

افغانستان د ۲۰۱۶م د ۱۹ کلنو په نړیوالو سياليو کې هم ښه ځای جوړ کړی او پلېټ فاينل يې ګټلی ؤ چرته چې لېګ سپېنر راشدخان ښه بالنګ کړی او اوس دغه ستوری لوبغاړی د افغانستان د يو ورځني او ټي ټيونټي لوبډلې غوره سپېنر دی.

د ۲۰۱۸م د ۱۹ کلنو د نړیوال کپ سيالۍ په ۱۳م جنورۍ پېليږي او لمړی سيالي به د افغانستان او پاکستان ترمنځ وي.

افغانستان، پاکستان، ائيرلېنډ او سري لنکا د دغو سياليو په ډي ګروپ کې شامل لوبډلې دي.

په دغو سياليو کې ۱۵ لوبډلې برخه اخلي او د ۱۳م جنورۍ څخه پېلېدونکې سيالۍ به په درېمه فرورۍ سرته ورسي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG